تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د شفافو او باور وړ ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اړوند انتخاباتي بنسټونه باید د خلکو د رایې ورکولو له قانوني حق څخه د دفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي .
یوناما نن په یو بیان کې ویلي، چې انتخاباتي کمېسیونونه، مدني ټولنه، نوماندان او نورې اړوندې ادارې، چې د انتخاباتو په برخه کې کار کوي، د رایې ورکولو له ورځې څخه وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي، تر څو ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حق څخه په استفادې رایه ورکړي.
د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په خپلو خبرو کې ویلي: “رایه ورکول یوازې د مدني مسؤلیت خبره نه ده، بلکې په افغانستان کې د لاسته راوړنو د ساتنې او د سولهییزو سیاسي پروسو څخه د ملاتړ ښودلو یوه لاره ده”
یوناما ټینګار کړی، چې هیڅ څوک د انتخاباتو پر شرایطو برابر له راجسټر شويو افغانانو څخه د رای ورکولو حق نه شي اخیستلی او د انتخاباتي کمیسیونونو په ګډون یې له نوماندانو، مدني ټولنې، رسنیو او عالمانو څخه غوښتي، چې خلک په راتلونکو انتخاباتو کې رایې ورکولو ته وهڅوي یوناما په داسې حال کې په افغانانو د رایه ورکوني غږ کوي چې وسلوالو طالبانو د ټاکنیزو مبارزو له پیل خبرداری ورکړی وه چې که په ټاکنو کې برخه واخلې په مرګ په یې وګواښي.
بل لور یوناما همدارنګه په ټاکنو کمیسیون غږ کړی شفافو انتخاباتو ته لار هواره کړي تیره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د عدالت تامینولو ته ژمن دی ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د میزان ۶ په ټول افغانستان کې د رایې ورکولو په ۴۹۴۲ مراکزو کې ترسره شي