تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادله راز په هڅو د نړۍ د یو شمېر ښځینه دیپلوماتانو یوه ډله جوړه شوه چې د سولې او حکومتولۍ په برخه کې به د افغانو مېرمنو ملاتړ کوي.

اغلې عادله راز وايي، دا نوې جوړه شوې ډله به د سولې په خبرو اترو کې د افغانو میرمنو د حقونو او لاس ته راوړنو د خوندیتوب لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

ددې ډلې غړې په ملګروملتو سازمان کې د هیوادونو لوړپوړې ښځینه دیپلوماتانې دي چې په اړه یې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا دایمي استازې ګرین پریس وايي: (( افغانستان له امریکا مخکې ښځو ته د رایو ورکولو حق ورکړ، دا یوه مهمه او تاریخي شیبه ده، که څه هم په وروستیو کلونو کې د دوی لپاره ځینې ننګونې رامنځته شوې، د دې ترڅنګ افغانستان د بشري حقونو په اړه ډیرې ژمنې لري، موږ له هر حکومته چې طالبان په کې شامل وي او که نه تمه لرو چې له نړیوالو سره کړیو وعدو ته ژمن واوسي.))

اغلې پریس وايي، په افغانستان کې باید هر ډول حکومت د ښځو حقونو ته پام وکړي.

له افغانو مېرمنو څخه د ملګرو ملتونو د ښځینه دیپلوماتانو په ګروپ کې تر اوسه د استرالیا، کاناډا، فرانسې، یونان، هنګري، ایټالیا، قرغزستان، ایرلینډ، افریقايي ټولنې، اماراتو، ترکمنستان، سریلنکا، قطر، پولنډ، ناروې، لیتوانیا او لبنان څخه راغلو ښځینه ډیپلوماتانو برخه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *