ښځې

خبریال: میرویس جلالزی- ملګري ملتونه وايي افغان قضایي ادارو په تېره بیا محکمو له اړمنو میرمنو سره مرسته نه ده کړي.

دې موسسې په یوه راپور کې ویلي، هغه افغان میرمنې چې له دودیز تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او اړتیا يې لرله څو ورسره مرسته وشي کله هم د افغان قضايي سیستم له لوري ورسره لازمه همکاري نه ده شوې.

د افغان میرمنو د وضیعت په اړه اندیښنې وروسته تر دې زیاتي شوي چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو په کمیدو سربیره دغه هیواد له نویو ننګونو سره د مخامخ کیدو په حال کې دی.

د ملګرو متلونو یو راپور، چې د بشري حقونو څانګي تر نظر لاندي په ۳۵ مخونو کې چاپ شوی، کاږي، په افغانستان کې د ښځو حالت په ډراماتیکه توګه د خرابیدو په حال کې دی او که ورته جدي پام و نه شي نه یوازي دا چې په تیرو کلونو کې ترلاسه شوي بریاوې به په اوبو لاهو شي بلکې هغوی به په راتلونکي کې هم له سختو ننګونو سره مخامخ شي.

رپوټ د اګسټ میاشتي د ۱۴مي او فبرورۍ میاشتي تر منځ د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۱۱۰ ښځو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی.

که څه هم افغان ولسمشر په ۲۰۰۹ کال کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي قانون توشیح کړی خو ملګري ملتونه وايی چې لا هم له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي او په دولتي محکمو کې د هغوی دوسیو ته نه یوازي دا چې رسیدګي نه کیږي بلکې له ښځو سره حتی په محکمو کې هم زورزیاتی کیږي.

بې کاري، د ښځو د تعلیم د کچې ټیټوالی او په کورنو کې د نارینه وو له لوري د هغوی محصوریدل هغه څه ښودل شوي چې د ښځو حضور یې په افغاني ټولنه کي کمزوری کړی دی.

ملګري ملتونه وايي افغان قضایي ادارې بایدله ښځو سره لازمه مرسته وکړي او نه دا چې د عنعنوي او عرفي مسایلو تر سیوري لاندي له هغوی سره چلن وکړي.

د ملګرو ملتونو دا راپور پر داسي مهال خپریږي چې څه موده دمخه د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د مدني ټولنو د ښځینه فعالانو د خونديتوب په اړه هم اندیښنه ښوولې وه.

دې ادارې همداراز ویلي وو چې مخکښې او مبارزې ښځې په افغانستان کې خوندي نه دي او حکومت باید د هغوی خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *