تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸ مه: ملګري ملتونه وايي، د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول ټاکونکی دی او دوی دا پروسه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش تېره ورځ په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د  څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته ویلي، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.

هغه روان مذاکرات حیاتي بللي او په اړه یې خوشبیني ښودلې ده: ((زه د افغانستان د سولې حیاتي خبرې له نږدې څارم، څو په مجموع کې د ټولو او په ځانګړي ډول د ولسي وګړو په وړاندې تشدد راکم شي.))

ملګري ملتونه داسې مهال د افغان سولې د پروسې د څار خبره کوي او په کې د پاکستان د رول په اهمیت غږیدلی چې افغان ولسمشر د مونیخ په څنډه کې د پاکستان په نیت شک ښکاره کړی او ویلي یې دي چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړ بند کړي او په سیمه ییز امنیت یو ګډ تفاهم ورسره رامنځته شي.

2 thoughts on “ملګري ملتونه: افغان سوله کې د پاکستان رول ټاکونکی و”
  1. آیا ملګری ملتونه تر ننه نه پوهیدل یا نه پوهیږی چی همدا طالبان او مخکینی تنظیمی جنګی ډلی او اوس اوس تازه پیدا شوی داعش جنګی ډله د امریکا په مالی مرسته او پاکستان په نظامی ملاتړ سره په افغانستان کی انسان وژنی کوی او مسلمان وژنی کی رول لری

    نو کچیری د افغان ولس او افغان دولت خبری اسناد په تیر ۴۰ کلنی جګړی او اوسنی نظام خبری او اسناد غلط وی نو د نړیوالو رسنیو او امریکایی جنرال باید روښانه کړی چی ملامنصور او ملاعمر او اسامه بن لادن چیرته ووژل شول

    ملا برادر ولی پاکستان بندی کړی وو او تیر میاشتو کی دوه ځلی په کوټه بلوچستان کی ولی د طالبانو په مشران باندی بمی چاودنه وشوه

    آیا امریکا جنرالانو یا امریکا اداری بیا ولی پاکستان پوځ یا حکومت ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل نو کچیری دوی یعنی طالبانو مشران په پاکستان کی نه وی نو د قطر طالب چارواکی ولی پاکستان بیا بیا ځلی منډی وهی

    کچیری طالب نظامی او مشران یعنی ملاهیبت الله په پاکستان کی نه وی نو خلیلزاد ولی هلمند یا کندهار یا بل ولایت د افغانستان ته سفر نه کوی لدی معلومیږی چی مشران یی هلته دی

    کچیری سوله وشی او بین الافغانی خبری هم وشی پاکستان نظامی او استخباراتی چارواکی افغان دولت او افغان ولس ته دا ضمانت را کوی چی نور په افغانستان کی له هیڅ نظامی او سیاسی کړیو سره هیڅ ډول اړیکی نه ساتو ترڅو د نظام په تخریب تمامه شی
    ټول ولس ته معلومه ده چی مخکینی تنظمی ډلی د همدی پاکستان په زور قدرت ته ورسیدل نو اوس چی دوی موازی حکومت د جوړلو ګواښ کوی نو لدی معلومیږی چی د پردی شاته برتانیه او پاکستان مستقیم لاس لری چی امکان شته امریکا هم پدی دریځ ورسره ملاتړ وکړی ځکه همدی امریکایی چارواکی جان کیری عبدالله له اشرف غنی سره شریک کړ

  2. شاغلۍ انتونیو ګوتریس باید په حیث د ملل متحد مشر د پنجابی پاکستان په هکله په اساس د دوی مضرو سوء استفادی د افغان مهاجرینو څخه د تربیه شوو کمونستانو او ورپسی د شوروی اتحاد یرغل وخت څخه باید سترګی پټی نکړی او همدا راز د پنجابی پاکستان د افغانستان تباهی پلانونو لپاره د پاکستان له خوا د ساختګی منفورو قاتلو تنظیمونو او د جاهلو وحشی قاتلو طالبانو ایجاد څخه او همدارنګه د فریب کاره امریکا لعنتی رول څخه بایدکاملآ اګاهی درلودای ! دده دا ناقص اظهارات یا شعوری د ډالرو فریبکاره امریکا او یا د نه معلومات درلودلو له کبله کړی دی ، نوموړۍ باید په حیث د ملل متحد مشر واقعیت بینه د افغانستان په فریبی سره راپیدا شوی تباه کوونکی معضله کښي د ملل متحد قوانینو چوکات کښي حرکت وکړی ! پنجابی پاکستان اصلی منبع د افغانستان غمناکه معضلی نه ختمیدو سبب دی او ولی همدا شاغلۍ انتونیو ګوتریس د پنجابی پاکستان د تروریستی اصلی مرکز څخه ځان بی خبره اچوی ؟؟؟ نو معلومیږی چی دده په داسی ناقصواظهاراتو کښي د کاسی لاندی نیم کاسی نښانی دی !!!! شاغلیه خپل مسؤلیت وپیژنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *