د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی

تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر وايي، باید نور د دې لپاره کار وشي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پیل شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل، د افغانستان د سولې په اړه د روانو هلوځلو هدف باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې وي څو یوه داسې موافقه وشي چې د دې هیواد اوږده جګړه پای ته ورسوي.

ده همداراز وویل«زه د هغو هیوادونو ترمنځ د سلامشورو زیاتېدا تشویقوونکې ګڼم چې د سیاسي جوړجاړي د ملاتړ لپاره دا نوښتونه پر مخ بیايي.»

ټاکل شوې ده چې ژر د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي خو طالبان لا هم حاضر نه دي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

ځینې راپورونه وايي چې د راتلونکې جولای په اوومه به په قطر کې د افغانستان د حکومت د استازو، طالبانو او یو شمېر سیاسیتوالو ترمنځ دوه ورځینۍ غونډه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *