تاند- ملګروملتو په یوه راپور کې وویل چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان څخه باید د جلاوطنه سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل په تړاو تحقیقات وشي ځکه چې باوري شواهد شته چې ښيي نوموړی او نور جګپوړي چارواکي په دې پېښه کې لاس لري.
خاشقجي د تېر کال په اکتوبر کې په استانبول کې د ترکیې په کونسلګرۍ کې ووژل شو.
د ملګروملتو د راپور چمتوکوونکې اګنیس کالامارد نن /چهارشنبه/ په ۱۰۰ مخونو کې د راپور د خپرولو په مهال وویل چې د قاشقجي وژنه یو نړیوال جنایت و.

اغلې کالامارد راپور ته په اشارې همداراز وویل«دا د ځانګړي راپور نتیجه ده چې ښاغلی خاشقجي په قصدي ډول وژل شوی، بې محاکمې وژل شوی چې د نړیوالو بشري حقونو د قانون پر اساس د سعودي عربستان دولت یې مسوولیت په غاړه لري.»
د ملګروملتو په دې راپور کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې له ثبت شویو ږغونو هم کار اخیستل شوی دی.
راپور وايي، کله چې خاشقجي په کونسلګرۍ کې له سعودیانو سره له همکارۍ انکار کوي، د دواړو خواوو جنجال اورېدل کېږي.
سعودي عربستان د خاشقجي په قتل کې د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د جګپوړو چارواکو لاس لرل رد کړي خو له یو شمېر ټیټ رتبه چارواکو څخه یې په دې اړه پوښتنې – ګروېږنې کړي دي.