تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو پر افغان حکومت او وسلوالو طالبانو غږ کوي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې خپلو کې ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.
تدامیچي یاماموتو چې تیره ورځ یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې وویل چې، د سولې لپاره د تېر یو کال هڅو د افغانستان د سوله ییزې راتلونکې په اړه ډېرې هیله مندۍ رامنځته کړې وې او اوس هم ټولو ته روښانه ده چې د مستقیمو، پراخو او هر اړخیزو بینالافغاني خبرو پرته د افغانستان د کړکېچ هواری ناممکن دی.
یاماموتو همدارنګه وایي د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه یې د ډیری افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیله مندي او وېره دواړه درک کړي دي.
یاماموتو زیاتوي چې طالبانو او افغان حکومت لپاره دا غوره فرصت دی چې په خپلو منځونو کې بین الاافغاني خبرې پیل کړي او موږ کاملاً دې ته اماده یوو چې منځګړیتوب وکړو او دغې اوږدي جګړې ته د پاي ټکی کیږدو .
یاماموتو وایي په مسکو او دوحه کې وروستیو غیر رسمي خبرو، دا ثابته کړه چې که دغه دواړه لورې د خبرو میز ته کینې نو دوی به حتماً یوې ښې پایلې ته ورسیږي .
ښاغلي یاماموتو همدارنګه پر دې هم ټینګار کړی چې د سولې هر ډول خبرې باید تاوتریخوالی راکم کړي او په پای کې یې اوربند وشي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دا ځانګړی استازی په داسې حال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار کوي چې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د سولې هر ډول مذاکرات لغوه اعلان او له افغانستان نه یې د خپلو امریکايي ځواکونه په ویستلو ټینګار وکړ.