تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د جګړې له کبله دوه لکه او ۱۷ زره افغانان بې کوره شوي چې دا مهال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په بې کوره شویو افغانانو کې یې ۵۸ سلنه ماشومان او له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسان دي.

اوچا په اټکلي ډول ویلي، چې تېر کال هم د وچکالیو او جګړو له کبله ۲۴۵ زره افغانان بې کوره شوي وو چې اوس یې ۱۰۰ زره بېرته کورونو ته ستانه شوي، خو لا هم د کال تر پایه پورې په افغانستان کې یو میلیون وګړي شاید بشري مرستو ته محتاج پاتې شي.

اوچا زیاته کړې، د جنوري او جولای تر منځ موده کې ۲۷۰ زره کسان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي او ۱۶۷۰۰ نور له پاکستان څخه راګرځېدلي دي.

د ورکړل شویو ارقامو له مخې د افغانستان د وروستیو څو کلونو ناامنۍ، وچکالیو او بې وزلۍ یو نیم میلیون کسان په هېواد دننه بې کوره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *