تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د ولسمشر غني ته د بیا ځلې ولسمشر له کبله د لوړې د مراسمو پر ځای کولو مبارکي ورکړه.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، د ملي یووالي لپاره د ولسمشر غني تعهد، همه شموله حکومت سولې او اقتصادي ودې ته زمینه برابروي.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو وویل، ملګري ملتونه په ټول افغانستان کې د ولسمشر غني ادارې سره کار کولو ته چمتو دي.

ملګرو ملتونو همداراز، د افغانستان د سولې خبرو اترو لپاره د ټولو سیاسي ښکیلو اړخونو سره د مشورو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې کابل فرصت له لاسه ورنکړي او بین الافغاني خبرو اترو ته ژر ور وړاندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *