تاند- ملګري ملتونه وايي، افغانستان چې پخوا ګاونډیو هیوادونو ته غوښه او څاروي صادرول، اوس په خپله د غوښې په یوه لوی واردووونکي بدل شوی دی.
د ملګروملتو د خوراکي موادو او کرنې اداره (WFO) وايي چې افغانستان د غوښې پر یوه واردوونکي هیواد بدل شوی دی.
د دې ادارې له هغه راپور سره سم، چې پرون خپور شو، د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان ته د چرګانو او غويي د غوښې واردات اوج ته ورسېدل.
د دې ادارې په وینا د چرګانو د غوښې واردات له ۱۰۶۸ ټنو څخه څه باندې یو پنځوس زره ټنو ته لوړ شول او د غويي د غوښې واردات له ۸۵ ټنو څخه تر ۲ زره شپږ سوه شپېته ټنو واوښتل.
د فاو په وینا دا په داسي حال کې ده چې افغانستان په دودیز ډول د غوښې واردوونکي هیواد نه و خو اوس پر یوه واردوونکي هیواد بدل شوی دی.
فاو وايي، سره له دې چې د افغانستان پر احصاییو زیات باور نه شي کېدای خو اټکل کېږي چې په ۲۰۱۳ کال کې به له امریکا څخه دغه هیواد ته د چرګانو د غوښو واردات د ۷۵ او ۸۰ فیصدو ترمنځ لوړ شوي وي.
د ملګروملتو د کرنې او خوراکي موادو د ادارې د راپور پر اساس په ۲۰۱۳ میلادي کال افغانستان له امریکا څخه د شاوخوا ۳۲ ملیون ډالرو په ارزښت د چرګانو غوښه وارد کړې ده.
د جنګونو له کبله د افغانستان مالدارۍ ته سخته صدمه اوښتې ده. د مالدارو او کوچیانو اکثره رمې د زورواکانو له لوري لوټ شوي او ډېری مالدارو د څارویو له پاللو لاس اخیستی دی.