تاند- ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړې دوام په ۲۰۱۶ م کال کې تر ۶ لکه ۲۳ زره زیات افغانان اړ ایستلي چې په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شي.
د تېر کال په لومړیو کې ملګروملتو اټکل کاوه چې دوه نیم لکه تنه به بې ځایه شي خو د جګړې د شدت او د طالبانو له لوري په زیاتو سیمو کې د حملو له کبله تر اټکل زیات کسان بې ځایه شول.
د دسمبر په اتلسمه ملګروملتو ۵۸۰۰۰۰ تنه بې ځایه شوي ثبت کړي وو خو په درو اوونیو کې د هغو شمېر ۴ لکه نور ډېر شو.
ملګروملتو په خپل راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د بې ځایه شویو افغانانو شمېر بې ساری بللی او ویلي یې دي چې ښايي په راتلونکو اوونیو کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر نور هم زیات شي.
ملګري ملتونه وايي چې د دې ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د شاوخوا یوملیون افغانانو بېرته ستنېدو د افغانانو کړاونه لا زیات کړي دي.
د ملګروملتو دا راپور د افغانانو د ایستلو لپاره د جرمني حکومت هلې ځلې له پوښتنې سره مخامخ کوي.
جرمني ویلي چې ټول هغه پناه غوښتونکي له خپلې خاورې باسي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د رد شویو کسانو لوی اکثریت د افغانانو دی.