تاند- د ملګروملتو له یوه راپور سره سم، چې نن خپور شو، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید یو بل ریکارډ ټینګ کړ.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې له دې راپور سره سم سږ کال په افغانستان کې پر نژدې ۲ لکه ۲۴ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي چې تر تېر کال ۷ فیصده زیاته ده.
د راپور پر اساس د کوکنارو کښت د افغانستان د جنوب او لوېدیځ په ناامنو سیمو کې زیات شوی دی.
راپور وايي چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو او د بې ثباتۍ له زیاتېدو سره به د کوکنارو کښت نور هم زیات شي.
د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې په سروې کې ویل شوي چې سږ کال پر دوه لکه ۲۴ زره هکتاره مځکه له کرل شویو کوکنارو څخه به شاوخوا ۶ زره ۴۰۰ ټنه تریاک جوړ شي چې دا به تر ۲۰۱۳ کال ۱۳ فیصده زیات وي خو د ۲۰۰۷ کال هومره به بیا هم نه وي.
په ۲۰۰۷ میلادي کال په افغانستان کې ۷۴۰۰ ټنه تریاک تولید شوي ول.
په سروې کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۴ کال په ټول افغانستان کې د تریاکو بیه ټیټه شوه. د دې یو علت ښايي دا و چې د تریاکو تولید زیات و او ډېر عرضه شول.
ملګرو ملتو ته زما زانګړی پشنهاد ؟
زه ديو عادی فرد په صفت نه ددولتی غړی په صفت په کومه سيمه کی چه کوکنار کرل کيږی پيداشوی او لوي شوي يم خما دپيدايشت نه تر دا نن ورځ پوري ددولتي او مللمتحد تکليفونه دکوکنارو دکشت په هکله اورم ټولی هلي ځلي يا دروغ او يا ټول غله سره يو ځاي شوي.عملي او بشردوستي اقدامات نه شته.
/که چيری واقعاء ملل متحد غوآړی دي کارته دپاي ټکي کيژدی.زه حاضر يم داوطلبانه په دي لاره کي دملل متحد سره بدون دکوم امتيازه بشري کمک او هلي ځلي وکړم.
زه ديوي سيمي مثلاء دننګرهار ولايت مسوليت په غاړه اخلم شرط ئ دادي چه کومه بودجه چه دوي دهغه ولايت دپاره تخصيص ورکړي کاملاء زما په دسترس کي راکړي او په مقابل کي زه مجبور په حسآب دهي يم شايد دا بودجه کمه مصرف شی شايد اظافي احتياج پيداشي او شايد کفایت وکړی.
داچه زه ددهقانانو سره په کوم تکتيک او په څه شکل مخکی خم هغه زما کار دی اودی کارته دايمي بڼه ورکوم .حتي زه حاضر يم بی له کومه امتيازه اوبی له کومه معاشه داخدمت انجام کړم او خپل نوم په تارېخ کي ثبت کړم.چه غله او غلا دمنځه لا ړ شي هر څه دکيدو امکانات لري.زه نه غل يم او نه دغله سره دغلا دبوجۍ خوله نيسم.