تاند- ملګري ملتونه وايي چې په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د هوايي حملو په ترڅ کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ملګروملتو په یوه بیان کې نن /چهارشنبه/ ویلي چې ۹ ملکیان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان ول، د شنبې د ورځې په هوايي برید کې په کاپیسا ولایت کې وژل شوي دي.
د ملګروملتو په وینا په لومړنیو څېړنو کې ښکاره شوې چې په میدان وردک ولایت کې د یوې کورنۍ ۱۲ ښځې او ماشومان د یکشنبې د ورځې په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د ملګروملتو په بیان کې ویل شوي چې د بمبارۍ په مهال په دواړو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه هم روانه وه.
ملګري ملتونه وايي، دا څرګنده نه ده چې دا هوايي بریدونه افغان هوايي ځواک کړي که د ناټو هوايي ځواک.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار ویلي چې باید شپني عملیات ودرول شي.
ښاغلي مسلمیار وویل، په افغانستان کې د پوځي ځواکونو له لوري خپلسري او شپني عملیات د ناسمو معلوماتو پر اساس کېږي نو باید ودرول شي.