ملګري ملتونه وايي، دوه ملیونه او ۷ لکه افغانان له سو تغذیې یا خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د ملګروملتو له یوه تازه راپور سره سم، د دغو کسانو په منځ کې یو ملیون تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي او له دې کبله د راز راز ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.

په دې راپور کې چې د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ دفتر خپور کړی دی، سو تغذیه د افغان ماشومانو غلی قاتل بلل شوی او راغلي دي«په هرو زرو زېږېدلو ماشومانو کې ۵۵ تر ۵ کلنۍ وړاندې مري او د دغو ۵۵ ماشومانو په سلو کې ۸۲ تر یو کلنۍ مخکې مړه کېږي.»

ملګري ملتونه وايي چې سو تغذیه په ځانګړي ډول د بې ځایه شویو کورنیو د غړیو په منځ کې زیاته ده او د جګړې د دوام له کبله دا ستونزه مخ پر ډېرېدو ده.

د ملګروملتو د بشري همږغۍ دفتر وايي، د اکثرو افغان ماشومانو د مړینې مخه په اسانه نیول کېدای شي، ځکه چې دوی د اسهال او سکاروي یا سینه و بغل په شان په تداوي کېدونکو ناروغیو مري.

راپور زیاتوي، پر سو تغذیې سربېره د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۸۸ ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو سختدریځو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.

خو سو تغذیه د افغانانو د مړینو تر ټولو لوی عامل دی ځکه چې ۲ ملیونه او ۷ لکه افغانانو ته پوره خواړه نه رسېږي.

راپور وايي چې په سلو کې روغتیايی امکانات په سلو کې ۶۰ افغانانو ته رسېدای شي خو هغه هم د ماشومانو د سو تغدیې ستونزه نه شي حل کولی.

تر ټولو زیات ماشومان په جنوبي ولایتونو کې، چې د جګړې او ناامنۍ له کبله روغتیايي خدمات محدود شوي، زیات مړه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *