تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳ مه: د ملګرو ملتونو سازمان غوښتنه کړي چې په افغانستان کې باید نور روان ظلم ودرول شي.
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامیچی یاماموتو ویلې چې په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې وروستۍ وژني ستر بشري جنایت دی .
ښاغلی یاماموتو وایي له طالبانو سره د سولې د خبرو وروستی توافق باید نهایي شې او د خبرو له لارې باید وسلوال طالبانو وروستې ظلم ته د پاي ټکی کیږدي تر څو افغانان له دغه وینو او دردونو خلاص شې.
ملګري ملتونه په داسې حال کې دغه خبره کوي چې په دې وروستیوو کې په کابل او ولایتونو کې جګړو او چاودنو زور اخیستی او د ګڼو افغانانو غبرګونونه یې پارولې دي.
تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلج په نوم کمپ باندې موټر بم برید وکړ چې په دغه برید کې ۱۶ تنه ووژل شوو او ۱۱۹ تنه نور ټپيان شول.
له دې ور اخوا بیا په کندز او پلخمري ولایتونو کې سختو نښتو درنه مرګ ژوبله واړوله .
په ملګرو ملتونو کې د یوناما څانګې ویلې چې په کابل کې د پېښې ډیری قربانیان غیر نظامي خلک دي .
دوئ همدا رنګه په فاریاب ولایت کې هغه هوایي بمبارۍ ته هم اشاره کړي چې په یوه کورنۍ کې یې ۱۲ نفر وژلې وه .
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانانو په ملي یووالې ټینګار کړی او ویلې دي چې افغانان باید یو موټی شې ترڅو د دښمن په مقابل کې ودریږي
دوئ له امریکایي پلاوي او وسلوالو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د سولې په وروستۍ توافقنامه یو ځل بیا فکر وکړي او طالبان دې هڅه وکړي چې له افغان حکومت سره بین الاافغاني خبرو ته کینې.