خبریال: میرویس جلالزی – ملګرو ملتونه وایي، په اسیا کې پر نجونو او ښونیزو مرکزونو لکه ښوونځيو، پوهنتونونو او د زدکړې په نورو لویو او وړو مرکزونو بریدونه په بې ساري توګه زیات شوي دي.

د ملګرو متلونو دا راپور پر داسي مهال خپریږي چې په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه دوه ښوونځي د ناپيژاندو وسله والو له لوري په بمونو الوزول یا سوځول شوي دي.

د ملګرو متلونو د بشري حقونو دفتر OHCHR)) وایي په پاکستان کې پر ملالې یوسفزۍ باندي شوی برید‍ او په ټوله کې دغه ډول بریدونه د دې څرګندويي کوي چې یاغیان په تېره بیا طالبان نه غواړي نجوني تعلیم حق وکړي او د ټولنو په لویو تصمیم نیونو کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ر اغلي چې د افغانستان او پاکستان په ډیرو برخو کې پر نجونو باندي پانګونه یوي له لاسه تللي پانګوني په توګه شمیرل کیږي او ډیری کورنۍ د هغوی د زدکړو پر ځای د هغوی خوندي ساتني ته ډيره پاملرنه کوي او استدلال یي دا دی چې د نجونو په حفاظت باندي باید ډیره پانګونه وشي او دا به بهتره وي چې هغوی له خوندي ځای یعني کور څخه دباندي پرینښودل شي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ کال پوري د نړۍ په ۷۰ هیوادونو کې نجونو په تعلیمي مرکزونو او په ټوله کې په نجونو باندي د تندلارو او تعلیم ضد عناصرو له لوري بریدونه شوي او دا بریدونه ښيی چې نجوني په سیستماتیکه توګه په یادو ملکونو کې تر بریدونو لاندي راځي.

افغانستان او پاکستان هم دوه هغه هیوادونه دي چې پکې د نجونو له تعلیم سره ډیر مخالفت موجود دی چې نا امني او سنتي رواجونه یي عمده لاملونه شمیرل کیږي.

په کونړ او ننګرهار کې په تیرو څو ورځو کې د۳ الوزول شویو ښوونځیو زده کونکي هم نجوني وي او د سیمیزو چارواکو په خبره چې تندلارو په بمونو د ښوونځیو له الوزولو دمخه خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې خپلي لوڼي او زامن دغو ښوونځیو ته له تګ څخه راوګرزوي.

که څه هم سیمیز او ولایتي چارواکي تر اوسه د یادو ښوونځیو په ویجاړولو کې د ښکیلو کسانو په نیولو او لږ تر لږه پیژندګلوۍ کې پاتي راغلي خو د ملګرو ملتونو اداره وايي چې یو شمیر حکومتونه د نجونو د زد کړي په مرکزونو د بریدونو په مخ نیوي کي هغسي لازمي هڅي نه کوي او نه یي کړي چې ورته په کار ده.

د ملګرو متلونو راپور د دې موسسې د بشري حقونو د دفتر د مشري څیړونکي ویرونیکا بیرګا څخه په حواله کاږي چې د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې د بوکوحرام بیلتون غوښتونکي ډلي له لوري د نږدې ۳۰۰۰ نایجریايي نجونو زده کونکو یرغمل کول او د تقریبا یوه کال په تیرو د هغوي ناڅرګند برخلیک په دې مانا ده چې له نجونو سره زور زیاتی حتی د نړیوالو هیوادونو له لوري هم له پامه غورځول کیږي او په دغه برخه کې له مرستي اوږه تشوي.

د ملګرو ملتونو سازمان دا راپور په داسي حال کې خپریږي چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې د ښځو چارو فعاله انګیزه شینواري په نښه شوه.

انګیزه شینواري چې په ختیځ کې د ښځو، نجونو او تعلیم یوه باتوره او پیژندل شوي مبارزه وه په دغه چاودنه کې سخته ټپي شوي او کابل ته انتقال شوي ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا دغې وکیلې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی چې د ایمیرجنسي روغتون کې اوس بستري ده.

رپوټونه کاږي چې په پیښه کې د هغې دواړه پښې پرې شوي او د بدن اکثریت برخو یې سخت ټپونه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *