په پیسو پسې پښتو پښتو نارې دي پښتانه هم پارسي وايي چې ماړه شي عبدالله بختانی وايي به (( صیی ګپ بزن که ما هم بفامیم)) د افغانستان د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو خلک له دې خبرو سره ډیر اشنا دي، که په کوم مجلس کې دې پښتو خبرې وکړې، له هرې خوا به درباندې همدغه چیغې وي. نه پوهیږم چې ولې؟ خو که په خپله ژبه پښتو دې څو ټکي وویل هر دري ژبی همدغه جمله تکراروي او که دې ورته وویل چې ولې نه پوهیږی؟ نو وايي : (( ضرورت ندارم)).

اصلي خبره مې په تعصب پسې کوله، دري ژبي دا خبره زیاته کوي چې : (( پشتونا تعصب داره)) خو دې ته يې پام نه وي چې تعصب خو څه ښکر نه لري چې د چا په سر باندې راشنه شي، که ښکر يې درلودای نو د دوی خو به اوس ښکر له اسمانونو سره لګیدل. پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي او ملي ژبې دي خو حقیقت دا دی چې ما یې یادونه وکړه، موږ پښتانه خو دې ډیر ملي والي تباه او برباد کړو ژبه يې رانه یې هیره کړه، کلتور يې رانه پاتي کړ، رسم او رواج باندې مو شرمیږو او داسې نور ډير افتونه هم شته چې د ملي والي سوغات دي.

موږ پښتانه خو په رښتیا هم دومره ملي یو چې ان د دري ژبو همدغو خبرو رانه خپله پښتو هیره کړې او هیره لا څه کوې چې بیخي مو پښتو ورخوشې کړې، که کور ته مو یوه دري ژبې را واده شي، د کورنۍ ټول غړي ورسره په دري خبرې کوي، نو اوس متعصب څوک دی؟ زمونږ پښتانه خو په پښتو پیسې ګټي او په دري ژبو يې خوري، نو له پښتنو ملي خلک بل څوک دي؟ خو بیا هم د دغو خلکو له تورونو نه خلاصیږو.

زه په کندوز کې یو خبریال پیژنم چې په پښتو ژبه کې يې بلا کلونه کار کړی، او د یوې راډیو د پښتو څانګې خبریال و، هره میاشت يې د پښتو راپورونو په سر باندې تر زرو ډالرو معاش اخیسته خو په دري ژبو يې خوړ او د هغوی ژوند يې پرې روان کړی و، یوه ورځ يې یوه ښاغلې لور په یوه دولتي اداره کې له چاسره په خبرو وه هغه ورته وویل چې ته د پلانکي لور يې او په پښتو نه پوهیږې نو دغې اغلې ورته وویل: (( مه از پشتو نفرت دارم)) دغه زمونږ د ملي والي ښه بیلګه ده. چې لور د پلار له ژبې نفرت لري.

شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ډیرې خلک داسې دي چې شجره ورسره وباسې نو درته به وايي چې: ((مه باجوری استم، څوک به وايي: مه خوستي استم، څوک به وایی: مه مومند استم)) خو په پښتو به خبرې نه شي کولی. د دوی به مور او پلار دواړه پښتانه وي، خو اولادونه به یې په کور کې ورته دویمه ژبه وايي؛ یو دیوال به یې ورته کور کې وهلی وي. دا زموږ د ملي والي نښه ده، ملي والی دا هم نه دی چې یو څوک دې د دې په خاطر چې څوک ورته ونه وايي چې متعصب يې خپله ژبه پریږدي. زه حق لرم په خپله ژبه خبرې وکړم، خو څوک پرې نه پوهیږي دا بیا زما نه د هغه ستونزه ده. زما یوه ټولګیواله وه، ماته ګوډه پښتو يې ویله خوشاله وو چې دري ژبې هم له پښتو سره مینه لري او غواړي په پښتو کې لیسانس واخلي خو چې پوښتنه مې ترې وکړه پلار او مور يې مومند وو، ښه نو ته ولې په پښتو خبرې نه شی کولې؟ ویل يې : (( زما د کاکا ښځه دري ژبې وه ځکه مې پښتو نه ده زده)). زموږ پښتانه هم دا قابلیت نه لري چې د بلې ژبې د زده کړې تر څنګ خپله ژبه وساتي.

زیار صیب هم د دغسې خلکو په اړه ښه وینا کړې خو اوس په دې حالاتو د زیار صیب د وینا تر څنګ هغه خلک چې غواړي ځانونه مترقي او ازاد خیاله او عصري معرفي کړي دري وايي، چې نه به په دري سمې خبرې کولی شي او نه په پښتو چې وو کیسو ته تیر له مال و سره اوس تیر پیسو ته له هرڅه پښتانه پیسه دوستۍ ترې اوس پښتو هیره کړه اچې اړ نه وو په هیڅه پښتانه څو چې وو وږي؛ نو پښتو غږیدل وايي پارسي چې شول ماړه پښتانه مجاور احمد زیار

3 thoughts on “ملیتوب په پارسۍ کې دی؟ لیکوال: ننګیالی”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    دليکوال ليکنه مې ولوستله، خو د بحث ډېر ټکي پکې شته دي، مګر د ليکوال له ليکنې مې دغه کرښه رابېله کړه او تاسو يې ولولی: پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي او ملي ژبې دي
    لومړی خو بايد ليکوال ته يآده شي، چې د ۱۹۶۴ کال په اساسي قانون کې يوازې پښتو د افغانستان ملي ژبه ياده شوې ده او د کمونيستانو له دورانه بيا تر ننه هېڅ ژبې ته د ملي مختاړی نه دی ليکل شوی، نو د کرزي خان په واکمني کې پښتو او فارسي رسمي ژبې او ازبکي، پشيي، تورکمني ، هزاره ګي او داسې نورې سيمه ييزې رسمي او د افغانستان ژبې يادې شوې دي، چې د ژبنيز انارشيزم اخو ډب ته يې لاره هواره کړې ده، چې درب به يې څه مهال ووځي، نو زه هم نه پرې پوهېږم، خو تاسو ښاغلی هم پاړسي ته ملي مختاړی په خپل سر مه وراضافه کوی!

    تاسو د افغانستان شمال او شمال ختيزې سيمې يادې کړې دي، مګر دا چې د پښتو په لوېديزه څانګه کې مڼې ته سېب، ونې ته درخت او سيوري ته سايه ويل کېږي، نه مو دي ياد کړي، د مشرقي يو شمېر خلک ګڼده پاړسو وايی، چې بېلګه يې داسې ده: نانک و باجانک خوده خوردي و الې پيسه نه مېدي، بخدا که پړقته بوده نه وارې بکشم!! چې په دغه لهجه د لغمان شېخ ممديان او عصري لغمانيان خبرې کوي. کابل چې اکثريت وګړي يې په خټه پښتانه دي، لکه: حسين خېل، تره خېل، هود خيل، دستو خېل، هزار بوزان او داسې نور، خو بيا هم کابل د پاړسي ځانګو ګرځېدلې، نو داسې ښکاري، چې اوبه له پاسه خړې دي!

    پښتو ته بايد پښتانه کار وکړي، خو پښتانه پښتو د ځان د شهرت او د اديبانو د ستايلو لپاره کاروي، مګر پاړسي ته ايران دومره کار کوي، چې د افغانستان ټولې علمي رسالې او يا کتابونه له ايرانه راځي، نو ځکه پاړسي ته د تمدن ژبه وايی، خو پښتو د شاعرانو او اديبان د زړه د بړاس ژبه يادېږي. نو که غواړی، چې پښتو له نورو ژبو سره سياله شي بيا هڅه وکړی، چې پښتو مو په ساينسي، روغتيايي او علمي زېرمو بډايه شي، نه دا چې د شمال د سيمو په تورولو، خپل مسؤليت او رسالت هېر کړی او يا هغه خلک ملامت کړی، چې ستاسو له بې اتفاقي ګټه پورته کوي، لکه پّ پاړسو کې چې وايي: مالته هوش کن وهمسايه ره دزد نګير!!

    معه سلاموکم الاخوتالبشتونستان

    ملا ميوند آخوند

  2. ننګیالی وروره ! د نښی منځ دی ویشتی خو زموږ پښتانه په اصل کی ډير بی شعوره خلک دي . د تیمور شاه قزلباش میراث زموږ په رګونو کی اوس هم ژوندی پاتی دی او دغه فرهنګی میراث د افغان ټول هویت خراب کړی . سیاسي او کلتوری شعور مو بس مړ دی بلکه د حیواناتو کچی ته رارسیدلی ! کاشکی د هغی پیغلی ندی دا پوښته کړی وای چه مور خو دی پښتون میړه ښه خوښوي نو بیا د پښتون د ژبی سره څه مشکل لري؟؟؟

  3. یو ورځي یو کاکا سره ناست وم خبري کولي چي زمونږ ولایت دسي دي دسي دي نو زه ډیر خوشال شوم پري وار زما ورسیده نو ماچي ده یو څو مشرانو نومونه ورته واخیست ورباندي بده ولګیده ما له ځان سره وویلي چي افغاستان خراب دي له دسي خلکونه خراب دي دخپل په مشرانو او لیکوالانو باندي چي څوک شرمیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *