تاند: د هند په ممبۍ ښار کې سختو اورښتونو ۱۸ کسان وژلي او حکومت د زیانونو د مخنیوي لپاره عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

ممبۍ ښار کې دا په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو سخت اورښتونه دي چې ټول ریکارډونه یې مات کړي دي.

له باران سره مل توندې سیلۍ دیوالونه او ودانۍ نړولي چې له کبله یې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

دغه راز بریښنا، مواصلاتي سیسټم هم خراب دي او په هوايي ډګر د اوبو د جمع کېدو له کبله یوه الوتکه هم د پېښې ښکار شوې چې له کبله یې اوس ممبۍ هوايي ډګر هم تړل شوی دی.

ښار کې د باران له کبله راوتلیو سېلابونو د اورګاډي خدمات په ټپه درولي، ګڼې ونې راغورځېدلي، کوڅې او واټونه په اوبو ډک دي چې له کبله یې ټرافیکي نظام هم د ګډوډۍ ښکار شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې د باران له کبله د لا زیانونو خبرداری ورکړی،  او حکومت هم ښوونځی رخصت کړي او روغتونو ته د اضطراري حالت اعلان کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *