د هر دور پښتو غزل د خپل عصر ترجمان غزل نومول سوې ده هم یې د هغه دورې د شعور د کچي استازیتوب کړی دی ځکه خو د یوې دورې غزل د بل دورې وګړو ته د تقلید او د منلو وړ ګرځېدلې ده :
نن هم یو شمېر شاعران د رحمان، او حمیدبابا په پېروي کي غزلیزه شاعري د افتخار باعث پاموي خو خوشحال بابا یې د تقلید باعث ځکه نه ګرځي چي خوشحال بابا لامحدود او تر ذهن یې لوړ ورته ښکاري نو د (مشکل پسندۍ، یا ریالیستي افکارو ترجمان شاعر ) تور ورباندي پوري کړي .
دې کي هم کوم اختلاف نسته چي په پښتو ادب کي محبوب ترین ژانر غزل ده چي هر د سالم او ناسالم ذوق خاوند یې څښتن ګرځېدلی دی ، خو دلته هم تر معیار ، مقدار ته پاملرنه سوې ده، نو ځکه د شاعرۍ او پیوندګرۍ ، د شاعر او پیوندګر تر منځ توپیر په اصطلاح د مارپښه غوڅول ګرځېدلې ده ، دا مشکل هم پېښ دی چي دلسو بېلو،بېلو شاعرانو غزل به لولې ته به وایې د یوه کس تخلیق لولم هم به یې سبک(اسلوب) یو وي هم به یې د متوع له پلوه ورتوالی جوت وي ، نو د داسي غزل تر لیکلو خو نه لیکل بهتر نه دي ؟
د شاعر چي خپل ځانګړیتوب(انفرادیت) او شخصیت په غزل کي څرګند نه وي نو په کار ده چي د غزل د لیکلو توبه ګارسو ، کوم بل ژانر ځان ته غوره کړو ، بل د پښتو لوی،لوی نثرلیکوال ،استادان خو هم د شاعرۍ له لاري د نثر ډګر ته ور داخل سوي دي ، هم داسي یې د لنډي کیسې په ډګر کي مثالونه لرو:
داسي څو،څو ځوان غزل لیکوال پېژنم چي د پردیو د غزلو اصطلاحات راټولوي ورسته خپل غزل په بشپړوي ، د دې غزل لیکلو ګټه څه سوه ؟
دانه وایم چي څلور سوه کاله وروسته مي هم ولي بل خوشحال خان خټک پیدا نکړو؟
دا وایم پنځوس کلونو کي مي بل سیف الرحمن سلیم هم راپیدانکړو ، دا خو به زموږ د فکري جمود یو څرک نه وي ؟

غزل ټول لیکو، غزل د پښتو د هري دورې اړتیا ده، غزل مري نه خو دغزل په نوم خرافات هم چندو دانشمندي نه پامیږي او په کار ده نوري سترګي ورباندي پټي هم نکړو او د هنر(فن )سره نورد هنر چلند روا وساتو .
د یو فکري ، هنري او جمالیاتي شعور پرته د یو معیاري او دخپل عصر(دور) ترجمان غزل تخلیق به داسي وي چي تش کالبوت دی خو یو بې روح کالبوت دی .
د فارسي غزل په مقابل کي د پښتوغزل د لهجې د کرختګۍ علت به هم دا وي چي پښتون شاعر د تخلیق پیل د عقیدې او کرغیړونو ټولنیزو دودونو په کش مکش کي راپیلوي د هم دا محدودیت لکبله هنري او شاعرانه استعدادونه هغه ډول و نه غوړیدل لکه څنګه چي دا جسارت په اردو اوسمهاله شاعري کي (جون ایلیا) وکړو .
د اردو ژبي شاعر محسن نقوي یوار لیکلي وو:
( زما شعرونه زماخوبونه دي ، رښتوني خوبونه چي د خپلو تعبیرونو لپاره ډېر وختونه زما استراحت لمبه،لمبه کړي او ما ویښ ساتلو ته اړ باسي ،کنې هسي هم ماته خو ویښ پاته کېدل په کار دي ).
دا ویښ پاته کېدل د شاعر اړتیا وي شاعرچي څه مهال سترګي پټي کړي قام یې ګمراه سي نو شاعر ته ویښ پاته کېدل په کار دي ، دخلیل جبران په قول :
(شاعردتخته راولاړسوی یوباچادی چي دخپلي ماڼۍ پرایرو ناست ډول،ډول انځورونه رغوي ! )
ژوند چي د هیلو، خیالونو، خوبونو ، د ډول،ډول ستونځو او کړاونو څخه عبارت دی او ممتاز اورکزی هم د خوبونو شهزاده شاعر دی نو ځکه په ویښه د خپلو خوبونو تعبیرونه سپړي هم یې تکمیل ته د رسولو په کاروبار کي د جنون ترحده رسول غواړي دا خوبونه شخصي کېدلی سي هم اجتماعي کېدلی سي خو په دواړو کي مشترک ټکی د تعبیرونو سمبولیکي بڼي دي.
زما دا حال چرته وو؟ ياره ستا صورت چرته وو؟
ما ته زما د سترګو دومره ضرورت چرته وو؟
د لته هر څۀ دی په يو وخت د رب مقام موندلی
خو تاريخ دانه د ګلونو عبادت چرته وو؟
ورکه يقينه لکه خوب مې اوسيدې سترګو کښې
د بې قراره ګمانونو مصيبت چرته وو؟
ضرورتونو په ورو ورو اخر د دي ښار کړمه
دومره مې نه وه اراده دومره مې نيت چرته وو؟
له تاودۀ باده په امان وو بې سودا سرونه
ممتازه سر کښې چې سودا وه سلامت چرته وو؟
ممتاز د ژوندون د ځانګړي اړخ تر ځانګړې عکاسۍ په مجموعي ډول د ژوند د ټولو اړخونو هنریزه ترجماني کړې ده :
په هر يو ګام الله الله کوم تر کوره ځم
دوه درې ګامه پس خورمه يو تيندک او بلا کيف دی
زۀ ځمه مجبوري ده خو خپل روح شاته پريږدمه
ولاړ يمه په غاړه د اټک او بلا کيف دی
ديا ر هم د بل چا دی او اختيار هم د بل چا
ديوان دے د عظيم خوشال خټک او بلا کيف دی
د شعور پختګي د ممتاز غزل ته د تخیل او نغمګۍ نوی اهنګ ورپه برخه کوي ، دا ډول په غزل کي د ممتاز سره د نوو ،نوو خبرو ډېر امکانات پیدا کیږي هم دا ډول یې سبکي نوښتونه په برخه کیږي :
ممتاز هم عجبه شاعر دی کله یې تر پرهارونو رڼاوي پورته کیږي او کله یې په اوښکو کي نالیدلی درد وڅڅیږي ، درد هم داسي درد چي له زړه پورته سي له سترګویې وڅڅیږي :
په ژوندو کښې خو مي ساه په ډوبيدو شوه
دلته راغلم هديره مي ويروي
یادا
د مصروف سړک په غاړه مازيګره
څۀ محروم ،محروم يوو دواړه مازيګره
د خوشالو نه شغلې، شغلې ځاريږه
د غمجنو سره ژاړه مازيګره
دلته ډير خلق د ستورو ميينان دي
بيړه اوکړه کډه نغاړه مازيګره
د تيارې او د رڼا تر مينځه بريده
په عجب مقام ولاړه مازيګره
د ممتاز غوندې ملنګه ورځه لاړ شه
د سبا خيرونه غواړه مازيګره
د ممتاز د دننه فنکار چي څومره ریچې،ریچې پاشلی پروت دی لکه هینداره او ممتاز یې د وجود د راغونډولو په اضطراب د تخلیق په درد او کرب ځان مشغول ساتي :
هسي هم فطري (نیچرل) فنکار ته داسي کول په کار دي ځکه چي هغوی د خپلي شاعرۍ په وسیله د وګړي (فرد) او ټولني د ښیګړي او ودي مسولیت په ځان منلی د ادب تخلیقي اظهار یې ورته وسیله ګرځولې ده .
د ممتاز اورکزي غزل چي څه مهال لولو نو د ممتاز غزل دټولنیزو واقعیتونو او ټولنیزو ستونځو برخمنه غزل ده چي دا ډول د جانان د غمونو سره د جهان غمونه هم په ځان کي رانغاړي :
د ممتاز اورکزي د ځینو غزلو په لوستلو سره د اردو ژبي ساحرلدهیانويي مي ډېر را تر زړه سي .
د ملنګ شاعر اسباب دي ماښاميه
يو سيګرټ دے، ګوټ شراب دي ما ښاميه
نن سبا به لږ ناکام کوو سکڼيه
نن سبا حالات خراب دي ماښاميه
بلا خلق دي چې ما پوهول غواړي
بلا خلق په عذاب دي ما ښاميه
زۀ د کيف ا و د سرور يم .او ملګري
د حساب دي. د کتاب دي ماښاميه
د ممتاز د دنيا سيل ته دي راغلي
چې لوستونکي د نصاب دي ما ښاميه
د هر دور ترقي پسند لیکوال او شاعر د خپل عصر تپلی نظام غندي هم ورځني بیزاري څرګندوي او دا بیزاري یوازي سیاسي نه ټولنیزه هم وي همدغه بیزاري موږ د ممتاز اورکزي په شاعري کي لوستلی سو هم د دې بیزارۍ په خلاف یو څرګند مقاومت او فکري بیداري پکي لیدلی سو :
اوس چي په پښتو ادب او په خصوصیت سره د پښتو شاعرۍ په حواله سره د فکري جمود اوازې اورو نو ځکه وایو داسي اوازې اچونکي په واقعیت کي خپله یو فکري انتشار ته مخامخ دي :
کنې د ۱۹۷۰ ء د لسیزو تر اوسمهاله پښتو شاعرۍ په خصوصیت سره پښتو غزل ډېر زیات پرمختګ کړی دی ، فکري ، هنري هم د متوع د پلوه ، دممتاز دا غزل یې مثال وګورئ.
چې پکښې مونږ دمه کيدوو هغه ځايونه ړنګ دي
د ملنګانو ، شاعرانو ، مزارونه ړنګ دي
د خداے کارونه دي په چا پورې دي زړونه را غونډ
د الله شان دے چې په ځنو پسې زړونه ړنګ دي
د آخرت ابادوونکي هم بلا خلق دي
دومره هم نه وايي چې ولې يې کورونه ړنګ دي
ښار به تصوير د ويرانې وي بړ بوکيو کښې پټ
د ښار په لوري غځيدلي سړکونه ړنګ دي
تا سره سمې په ممتاز باندې کانې شوي دي
د ستا خالونه د هاغۀ د پګړۍ ولونه ړنګ دي