تاند- راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ممکن نن افغانستان ته راشي څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتو پر سر د لانجې په حل کولو او د ملي وحدت د حکومت د جوړولو پر سر خبرې دوام وکړي.
پژواک خبري اژانس او د ولسمشرۍ د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو ځینو غړیو ویلي چې ممکن جان کیري نن افغانستان ته راورسېږي.
جان کیري تر پرونه پوري په واشنګټن کې و او امریکايي چارواکي عموماً افغانستان ته خپل سفر مخکې تر مخکې نه افشا کوي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو د رایو د تفتیش بهیر ته خپل څارونکي لېږلي او حاضردمه دا بهیر دوام لري. همداراز دواړو کاندیدانو په خپله وروستۍ کتنه کې د رایو د تفتیش په پروسه کې د شفافیت د رعایتېدو په اړه خبرې وکړې.