په افغانستان په مناسبتي ورځو کې يوه ډله بلې هغې ته خپل زور او مانورې ښيي، خو دا کار ددې پرځای چې ګټه وکړي، د کرکې اور خوروي او د بېلتون لامل ګرځي.

د محرم مياشت ده، ټول ښارونه په ځانګړې توګه کابل په سرو، شنو او تورو بيرغونو پوښلی دی، له ټول ښار نه د مذهبي ترانو او مانورو غږونه پورته کېږي. د سهار او ماښام له خوا د ښار ټول ترافيکي سيستم ګډوډ وي. که يو دولتي موټر د سهار په اوه بجې له کمپنۍ حرکت وکړي، نو نهه بجې به پل باغ عمومي سيمې ته ورسيږي. د محرم مياشتې لس ورځې هر کال په افغانستان کې په ډېرو خواريو سره تېريږي. په دې ډول مناسبتي ورځو کې د ښارونو اوسېدونکو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکول کېږي او ان تر شا خو کله ناکله قربانيان هم پرېږدي، لاملونه يې دا وي، چې ځينې کسان له دې کارونو څخه سياسي ګټه پورته کوي، بل رنګ ورکوي، د خپل ځان په ګټه يې کاروي.

په دې هېواد کې د هېچا په مذهبي حرکتونو بنديز نشته او بايد چې داسې وهم نشي، ځکه هر څوک چې د افغانستان تر قوانينو لاندې ژوند کوي، د قانون له مخې ازاد دی، خو دغه ازادي بايد په هغه اډانه کې نه وي، چې نورو ته ستونزې را ولاړې شي، د بل چا پر وړاندې کړاوونه وزيږول شي.

يوازې محرم مياشت نه ده، بلکې ډېرې نورې داسې ورځې هم شته. کله چې د وږي پر اتلسمه د شهيد اونۍ نمانځل کېږي، کابل ښار د تراژيدۍ ميدان وي، نامسوول وسله وال او هغه کړۍ چې د بل له لوري هڅول شوې وي، په دې ورځ ښار ته داخليږي، له داسې هغو نه ګټه اوچتوي او خپل اهداف تر سره کوي، وژنې کوي، چور تالان ته لار اواروي، چې داسې کړنې بيا ټول ښاريان متضرروي.

په ټوله کې پکار ده، چې ددې ورځو نمانځنه تر مشخصو ځايونو پورې محدوده شي، ګټه به يې دا وي، چې دا نمانځنې به د بل لپاره ستونزې نه را ولاړوي او د ولس غږ به نه پورته کېږي.

د۱۳۹۰ کال د محرم مياشتې په لسمه د عاشورا په ورځ چې کله د کابل ښار په مراد خانيو سيمه کې د شعيه ګانو پر مذهبي مراسمو ځانمرګی بريد وشو، تر نن پورې يې دردونه او رواني کشمکشونه نه خلاصيږي. په هغه ورځ شوي بريد کې تر ۱۱۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د پېښې قرباني داسې کورنۍ پېژنم، چې په اونۍ کې درې ځلې د علاوالدين رغتون ته ځي. زه د يوه خبريال په توګه هغه ورځ يادې سيمې ته ورغلی وم، باور وکړی، نن هم چې پر هغه لاره تېريږيم، د هغې ورځې د وژل شويو لاشونه او د ټپيانو زګيروي زما زړه او ذهن خوري، ان تر دې چې له رواني کشمکش سره مخ شم، خو د هغو کورنيو به څه حال وي، چې دوه او درې غړي يې پکې قرباني شوي دي.

په ټوله کې دا د هغو فرصت طلبو کړيو لپاره يوه موقع ده، چې غواړي له دې لارې خپل سياسي اهداف پلي کړي او خپل زور وښيي، خو په اصل کې که ددې پايلو ته پام وشي، نو بد او تراخه څه بې وزله ولس ته په ميراث پرېږدي.

په ځانمرګي بريد کې بې ګناه او مظلوم ولس زيانمن شو، خو ګټه يې خدای خبر چا يووړه. په ټوله کې افغان حکومت ته بويه، چې د مناسبتي ورځو په تړاو په رخصتيو، زياتو لګښتونو او په بې ځايه حرکتونو بنديز ولګوي، ترڅو نه د چا ژوند تريخ شي او نه هم د ولسونو د وېشلو هڅې وشي. دا کار به له څو اړخونو ګټور پرېوځي، يو دا چې د بې ځايه او ډېرو لګښتونو مخه به ونيول شي، ځکه چې په افغانستان کې همدا اوس يوه ستره سلنه وګړي له لوږې سره لاس او ګريوان دي، خو په مناسبتي وختونو کې له اندازې ډېر لګښتونه کېږي. دويم دا چې په اونۍ کې دومره رخصتۍ ددې لامل ګرځي، چې کاري وخت ضايع شي، حال دا چې دا وطن تر ټولو ډېر کار ته اړتيا لري او که کاري دستګاه يې په اونۍ کې درې او څلور ورځې رخصت وکړي، نو څنګه به هغه منزل ته ورسيږو، چې تکل مو يې کړی دی.

که افغانان د خپل هېواد نوم اخلي، نو دا په دې معنی دی، چې د ټولو ګډ کور دی او که د کور دعوه کيږي، نو په کور کې د اوسېدونکي درناوی هم پکار دی، د هغه لپاره مزاحمت جوړول نه دي پکار، ځکه چې کور مشترک دی او مشترکات بايد د ولسونو دنفرت او بېلتون لامل نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *