لیکنه: دوکتور راتب النابلسي ( 1)

ترجمه او ترتیب: م.خ. ملکزی

د ایماني موضوعاتو  په لړ کې که ووایو چې د منافقت رنځ تر ټولو خطرناک او یو مهلک رنځ دی؛ نو په دې خبره کې به مو مبالغه نه وي کړي،  ځکه نن  حتی په طب کې تر ټولو خطرناک رنځ هماغه وي چې کوم أعراض(علائم) او څرګنده نښې نښانې ونلري، منافقت هم ورته یو خطرناک قلبي مرض دی.

په عربې ژبدود کې منافق انسان ته ذُو الوجْهَیْن هم ویل کیږي او په دې مقاله کې غواړو له خپلو ګرانو لوستونکو سره د منافقت د خطرناک رنځ د زیانونو او په دې اړه یو څو ژوندیو مثالونو لنډه  ته اشاره وکړو، البته د دې مقالې لوستل هیڅکله هم  د دې معنې نلري چې د دې مهلک رنځ څخه یو انسان کولی شي د یوې مقالې په لوستلو او په همدومره آسانۍ سره خلاصون ومومي، بلکه  عاقل انسان ته ښايي چې تل د خپل زړه کلک مراقبت او څارنه وکړي او له خپل لورونکي او بښونکي څښتن تعالی ته په بې ساري اخلاص سره  د دعاء لپې پورته کړي تر څو مونږ او زمونږه  ټولنه له نفاق، ریا، ځانپالنې او ځان ښودنې، حسد، کبر  او داسې نورو قلبي ناروغیو څخه په امان کې  وژغوري.

منافقت په زړه کې د ایمان پلوشې وژني:

په ټولنیزو ناروغیو کې  یو لړ بیمارۍ او مرضونه داسې وي چې انسان ډېر  ځوروي، خو خطرناکې نه وي، ځکه په لږه موده کې ېې  ډاکټران تشخیص کولی شي، خو  هغه مرضونه چې مریض تبه هم ورسره نلري،  زخم او د درد له کبله پړسوب هم ورسره نه وي ، کوم  ټاکلي اعراض (علایم ) او نښې هم ونلري، دا په طب کې نن تر ټولو خطرناکې بیمارۍ شمېرل کیږي چې ډاکټران بیچاره ګان ېې له معالجې او درملنې څخه  هم عاجز وي؛ په ډې ډول بیماریو ککړ انسان بیا یوې داسې مرحلې ته  رسیږي چې درملنه ېې هیڅ امکان نه لري او په پای کې په مرګ محکومیږي؛ نو منافقت هم همدغسې یوه خطرناکه بیماري ده چې په زړه کې د ایمان پلوشې وژني او د جهنم د تاوجن اور په لمبو کې به منافق انسان سوزول کیږي.

ستونزه دا نده چې یو چا ته منافق وویل شي، بلکه ستونزه دلته ده چې منافق ځان ته منافق نه وايي او داسې انګیرې چې کوټلی ایمان لري،  د دې  لپاره چې تر څو د خلکو د ذهنونو څخه همدا غموض او ابهام (مجهوله او ناڅرګنده خبرې ) له منځه ولاړې شي ؛ نو د سورة البقرې په پیل کې او د قرآنکریم په لومړنیو سورتونو کې د همدې رنځ د معالجې په خاطر په ډېره لنډه توګه سره په  قرآن کریم  کې په 3 يا 4 آیتونو کې د مؤمنانو او یواځې په 2 آیتونو کې د کافرانو یادونه کیږي، په داسې حال کې چې د سورة البقري په 13 آیتونو کې په بشپړ تفصیل سره د منافقانو یادونه کیږي.

ګرانو لوستونکو !

کله کله له  رسنیو  څخه  اورو چې یو کافر انسان د اسلام پسې بد وايي ــ د دې انسان دا خبره دومره خطر نه لري، ځکه مسلمانان پوهیږي چې کافر دی او د هغه څخه د خیر توقع هم نلري، أما هغه څوک چې ډېر خطر لري هغه زمونږ د ټولنې هغه شخص دی  چې ستا سره په یوه اسلامي هیواد کې ژوند کوي، د حج په موسم کې حج او د روژې په مبارکه میاشت کې روژې نیسي، د خلکو عام تصور هم د هغه په اړه دا وي چې نوموړی ښه مسلمان دی خو هغه په حقیقت کې کافر وي، همدا  منافق شخص تر ټولو خطرناک شمېرل کیږي چې د اسلام په اړه به  یو سقیم ( بیمار ) او ناقص تصور لري ، یعنې کله به زمونږ جوماتونه د تروریزم مرکزونه بولي او کله به د ثقافت اسلامي مضمون د تروریزم د روزنې مضمون معرفي کوي، د همدې خلکو خطر اسلامي ټولنې ته تر ټولو زیات وي چې خارجي سلوک ېې یو ډول او داخلي اعتقادات ېې بیا بل ډول  وي او په شهدو کې زهر ګډوي، ځکه د اسلام په جامه کې د خلکو افکار مغشوش  او په فکرونو کې ېې د نفاق زهرجنه بیمارۍ خپروي.

دا چې د دوي خطر اسلامي ټولنو او مسلمانانو ته زیات وي؛ نو ځکه دغسې منافقه څېرو ته الهی وعید او سزا هم درنده  ټاکل شویده، لکه چې لوی څښتن تعالی په خپل کتاب کې داسې فرمايي: ((  إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَ لَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيراً)). ( سورة النساء الآية: 145).

ترجمه:  بېشکه چې منافقان د اور(  د دوزخ )  په ډېره ټیټه برخه کې دي او ته به هیڅکله هم د دوي لپاره څوک مرستندویه ( له عذاب څخه خلاصوونکی ) و نه مومی.

په اسلامي تاریخ کې لولو چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) په خپلو صحابه کرامو کې یو جلیل القدره صحابي چې حضرت حذیفة بن الیمان نومېده، ورته د منافقینو یو لست ورکوي چې د 17 تنو مافقینو نومونه پکې درج شوي ؤ او ورته وايي: که له دوي څخه یو تن هم ومړ، له دې وروسته به پر دوي باندی د جنازې لمونځ هم نه تر سره کوو. له دې کار څخه د اسلام ستر خلیفه امیر المؤمنین حضرت عمر ( رضي الله عنه ) چې په حقیقت کې د تقوی یو ستر غر  او ډېر ځیرکه انسان ؤ  خبریږي، بیا په ډېری چټکۍ سره حضرت حذیفة ( رضي الله عنه) ته  راځي او ورته وايي: ستا دې په لوی څښتن تعالی باندی قسم وي چې زما نوم خو به په دې لست کې نه وي ؟ دا د دې لپاره چې د الله تعالی د حقوقو ته ېې خورا درناوی او تقدیر کاوه.

حقیقت هم همدا دې چې منافق انسان د خپل ځان په ستایلو باندی نه مړیږي،  پخپل نفس باندی ډېر  د خیر ګمان کوي،حال داچې حقیقت بیا بل څه وي،  منافق انسان همداسې انسان وي، خو د اسلام ريښتینې بچیان او واقعي مؤمنان د حضرت عمر ( رضي الله عنه ) په څېر پر خپل سرکشه نفس باندی بدګمانه او تل خپل ځان ملامتوي ، د خپل ځان سره په محاسبه کې خورا شدید او دقیق وي،  دا ډول بې ریا مسلمانان بار بار د خپلې څېرې پر  ځای خپل  هغه نفس ته چې په بدیو ورته امرونه  کوي په آینه کې ګوري چې کبر خو به نلري، د ریا په مهلکه رنځ خو به اخته شوی نه وي!!!

د نفاق ډولونه: نفاق په درې ډوله دی: 1: عقیدوي نفاق  ــ  2:  سلوکي نفاق ــــ  3 : عبادتي نفاق

لومړی: عقیدوي نفاق یا نفاق اکبر : دا هغه ډول نفاق دی چې یو تن د خپلو شخصي مصالحو یا د خلکو او اسلامي حکومت د وېری او خوف او یا د نورو  شومو اهدافو له کبله په ظاهره د اسلام څرګندونه  وکړي خو په زړه کې خپل کفر  پټ وساتي. د داسې خلکو زړونه له کفر څخه ډک وي خو پر ژبه باندی به د شهادت مبارکه کلیمه وايي،  او په تېر تاریخ کې د دې ډول عقیدوي نفاق غور مثالونه عبدالله بن أبيّ بن سلول،معتب بن قشیر او جدبن قیس … دي.دوي هر کله به چې له صحابه کرامو  سره مخامخ شول ؛ نو د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) ستاینه به ېې ورته کوله او ویل به يي: مونږ   حتی په خپلو کتابونو کې د هغه ستاینه او صفت موندلی شو. د دې عقیدې لرونکې انسان ته د خلود في النار یا تل تر تله په جهنم کې د اوسېدلو وعده ورکړل شویده چې دې ډول عقېدې ته نفاق اکبر هم ویل شويدي.

-دویم: عبادتي نفاق یا نفاق أصغر: کله یو تن پر الله متعال باندی ایمان ولري، خو د ضعیف ایمان خاوند او یو شهوت پال انسان وي، داسې انسان ته ښايي چې له دې ډول عبادتي منافقت څخه ژر تر ژره لوی الله تعالی (جلت جلاله) ته توبه وباسي، او اوس هم د عبادتي نفاق د ښه وضاحت لپاره له ما سر ه د حجاج بن یوسف دا لاندی کیسه ولولئ:

 دوکاندار لمونځ په ناسته خو د دوکان سودا په ولاړه خرڅوی:

د حجاج بن یوسف په اړه ویل کیږي چې یو ځل ېې یو تن ولیده چې پخپل دوکان کې په ناسته لمونځ کوي او دا تن د خټو څخه جوړ شوي لوښي خرڅوي چې  د دوکان چت ېې هم ډېر لوړ ؤ او په دوکان کې ېې یوه زینه هم پرته وه او دوکان کې ېې داسې المارۍ هم درلودی چې څو طبقې ېې درلودی، حجاج ورته ځیر شو، کله چې دې شخص لمونځ خلاص کړ او سلام ېې وګرځاوه، حجاج ورته وویل: ډېر وبښئ، دا فلانۍ لوښی مې پکار دی، او په دې توګه سره حجاج  قصداً هاغه لوړ  لوښې په نښه کړ، دوکاندار  په ډېری  خوښۍ سر ه ژر تر  ژره زینه برابره کړه او هاغه لوړ لوښې ېې ورته راښکته کړ،  بیا ېې ورته وویل: نه ، دا مې نه غوښته ، بلکې هاغه بل مې غوښته، دا ځل ېې له دې څخه هم لوړ لوښې ورته په نښه کړ، حجاج غوښتل دا دوکاندار وآزمايي چې څومره ریښتینی دی، درې څلور ځل ېې همداسې وکړل چې دوکاندار به په منډه په زینه باندی پورته ختلو او بیا به بېرته کوزیده، بیا ېې ورته وویل: ته عجیب انسان ېې ! د لمانځه لپاره  په مسجد کې نه ، بلکه پخپل دوکان کې او هغه هم  په ناسته لمونځ کوی، خو د  سودا لپاره ډېر چالاکه او نشیط ېې !!!

تاسې به هم د ټولنې دا ډول منافق خلک لیدلي وي چې کله امام د سهار په لمانځه کې لږ تلاوت زیات وکړي او لمونځ یو دو دقېقې اوږد شي،  یا هم امام څو دقیقې ناوخته راشي؛ نو  بیا به په مسجد کې پر امام باندی په قهر وي او وايي به: مونږ دوکان لرو ، کار وبار لرو ، 40 كسه یو امام ته منتظر یو او امام  مو ناوخته راځي…… بیا سر بېره پر دې به امام د جومات دروازې سره ودروي او یو ساعت به په  ولاړه ورسره د لنډ لمانځه  او له ناوخت کېدلو څخه د ژغورنې په اړه غزېدلی خبری ورسره وکړي، خوشحاله به هم وي چې د مسجد امام ته ېې د لنډ لمانځه توصیه وکړله، خو کله چې همدې سړي سره د ده په دوکان کې پر یوې دنیوي او یا یو بې فایدی موضوع باندی دوه ساعته خبری وکړی؛ نو د هیڅ ډول ستړیا  احساس به نه کوي چې همدا پخپله د منافقت علامه ده .

له همدې کبله د مؤمن مسلمان په اړه ویل کیږي: مسلمان په مسجد کې داسې تاند ( تر او تازه ) وي  لکه ماهي چې په اوبو کې وي او منافق انسان  په جومات کې داسی زړه تنګې وي  لکه مرغۍ چې په قفص ( پنجره ) کې وي چې د ستړیا او ژر  له هغې څخه د وتلو هڅه کوي.

په پای کې دعاء کووچې: لوی څښتن تعالی مو د زړه د  ټولو رنځونو څخه په امان کې وژغوري.

____________________________

(1): سرچینه: د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دوکتور راتب النابلسي د ( النفاق ) تر عنوان لاندی موضوع ته مراجعه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *