سید اصغر هاشمي

(Prosaic Poem):

منثور شعر په (Prose in Poem، Poetic Prose، Poem in Prose) نومونو يادېږي. او پارسي (شعر منثور) په اوسمهال ادبي پير کې مولوى احمد (١٢٤١-١٣٠١ش) او ورپسې منشي احمد جان (١٣٣٠ل مړ) رانښلولې ده.

له هغه راهيسې څه ناڅه يوه پېړۍ په بېلابېلو نومونو (ادبي نثر، هنري نثر، ادبي ټوټه، ادبي پارچه) په لره بره پښتونخوا کې ښايسته ډېر ويل شوي دي.

په لره خوا کې تر احمد جان راوروسته ماسټر عبدالکريم او بره خوا کې تر استاد الفت، استاد بېنوا، استاد رښتين، مولانا خادم، محمد دين ژواک او محمد جان فنا ساپى تر نورو ډېر کار کړى دى.

او لومړنى منثور شعر ليکوال (Prosaist Poet) ښودلاى شو. په دې کې هېڅ شک نشته چې شعر – شعر دى او نثر_نثر، خو دا هم هيروو چې هر شعر شعر نه دى او هر نثر- نثر نه دى.

زه چې د کتاب له پيل نه تر پايه پورې څه لولم، په هغه کې له خياله ډکې رنګينۍ وينم، د هنر او هنريت ښکلې بېلګې په کې وينم چې پېښې او حوادث په کې د خيال په رڼه چينه کې ويل شوي دي.

د استاد علامه عبدالحى حبيبي يوه يادونه چې پنځوس، شپيته کاله پخوا يې د استاد الفت په باره کې کښلې وه ( د الفت نثر شعر او شعر يې نثر.)

(روهي، شعر پېژندنه، ٦٦) وايي: د ازاد شعر او ادبي نثر (منثور شعر) ترمنځ توپير د تخيل، شعري لوازم او بديعي خصوصياتو په اساس ممکن دى. د (اليوت) په عقيده د هر ډول ازاد شعر تر شا د يو ډول اهنګ شبح شته په عمده توګه ازاد شعر د ميخانيکي کېدو پر ضد اعتراض دى.

داسې هم ويل کېږي چې وزن د مادي شيانو او د شعر ذاتي توک نه دى. اما په دې صورت کې د شاعرانه نثر (منثور شعر) ترمنځ توپير زيات ورته والى ليدل کېږي.

ځينې ادب پېژندونکي وايي چې د دواړو ترمنځ توپير د نوښتګر ليکوال په قصد او ارادې پورې اړه لري. د ځينو نورو په عقيده په منثور يا ازاد شعر کې د اهنګ ونډه زياته ده. اما د دواړو ډولونو ترمنځ د توپير معيار شعريت دى.

څرنګه چې په ازاد شعر کې فني او ظاهري عناصر نشته او که وي هم د نظم په اندازه نه دي. نو بايد د شعر د پېژندلو له پاره د شعر معنوي عناصر وپېژنو. د شعر معنوي عناصر عاطفه، مفکوره او تخيل دى. د تخيل (ايماژ) ذهني انځور عمده لوازم تشبيه، مجاز، کنايه او استعارې دي. هر څومره چې په نثر کې د تخيل برخه زياته وي په هماغه تناسب يې شعريت هم زيات وي. سربېره پر دې ازاد شعر د شاعرانه نثر پر نسبت يو ډول اهنګ لري. که څه هم دغه اهنګ به متريک نه وي.

دا هم د منثور شعر (ناپېلى شعر) د بېلابېلو بېلګو نچوړونه:

ظالمه زما پر زړه دې بېباکه وار وکړ

ته نه پوهېږې چې زړه يوه هنداره ده؟

او لا هغه زړه چې د شعريت له شعوره ډک دى؟

***

مننه چې د ګلونو هار د ذوق له غاړې څخه نه وو سپمول شوى. هلته چې د کابل سيند د کونر سيند په غاړه کې غبرګ لاسونه اچولاى شي. هلته چې د وړانګو سيل د سپين غره پر سر د مستۍ اټن ته ځان جوړ باله.

***

يه زما ښکلې ناوې، مه ژاړه او ورټې- ورټې اوښکې مه تويوه! ماته ستا د اوښکو مرغلرې، تر خپل مال و سر هم ډېرې ګرانې دي او دا د ډېرې خواشينۍ ځاى دى، دغه ګرانبيه مرغلرې دې، هسې وړيا پر وړيا، د سترګو له سيپيو، پر سرو سپينو اننګيو، مخ کښته راورغړي او دانه دانه پر ځمکه راتوي شي.

***

د ګل پاچا الفت د غوره نثرونو نه څو ادبي ټوټې راوړو، دغه ادبي ټوټې په نثر ليکل شوي دي، خو مونږ ورته (منثور شعر) ويلاى شو.

د دې په نثرونو کې شعريت موجود دى. که په نظم کې شعريت (د شعر اجزاوې) موجودې وي، د نظم نه شعر جوړوي او که په ساده نثر کې د شعر کيفيت (شعريت) موجود وي له هغه (منثور شعر) جوړوي. د الفت صاحب په نثرونو کې شعري کيفيت موجود دى، نو ځکه ورته منثور شعر وايو.

ادبي ټوټې (منثور شعر) د خپلې جولې او منځپانګې له مخې په ليريک او ايپيک دواړو ډولونو ورګډېداى شي، که چېرې تنکۍ شاعرانه ولولې او د ګل، بلبل، پسرلي، معشوقې او د چاپېريال ښکلې نندارې په کې په خواږه نثر سره انځور او کښل شوي وي، بيا نو نوموړې ادبي ټوټې په اصطلاح يو بې قانونه او بي عروضه شعر دى او د ليريک په ډول کې شمېرل کېږي که چېرې په کې کيسه يې خوا درنه وي، لوستونکي او اورېدونکي ته د يوه واقعيت او حقيقت څرګندونه وکړي. بيا نو د ايپيک (حماسي) پر يو ډول ورګډېږي.

د بيلګې په ډول د ګل پاچا الفت د منثور شعر نمونه وړاندې کوو.

په دغسې مرګونو کې هم قاتل او مقتول شته، مګر زموږ پوليسان او حاکمان پرې نه خبرېږي او داسې معنوي قتلونه له نورو نه دوى ډېر کوي.

دلته دا عادت دى که چا څوک په ټوپک ووېشت يا يې په چړو وواهه پوښتنه يې کېږي، مګر که چا د چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږې مړ شو دغسې قاتل ته سزا نه ورکوي. دغه راز مقتول ته څوک شهيد هم نه وايي او نه څوک پرې تبې تړي.

په رښتيا چې موږ ډېر ظاهر بين يو او حقايقو ته نه يو ملتفت زموږ ډاکټران هم موږ غوندې دي او په دې نه پوهېږي چې اصلي مرضى ظلم دى او حقيقي علاج هدالت دى.

***

زوړ فکر

سترګې مه خلاصوه! کوم ښکلى مخ به ووينې لېونى به شې.

ميخانه به وګورې مست به شې،‌ځان به ووينې خودبين به شې.

د بل عيب به ووينې بدبين به شې.

پرېږدئ چې سترګې يې پټې وي او څه ونه ويني.

کوښښ وکړه،‌چې په ښو او بدو پوه شې او څه زده کړې.

که دى د سواد او علم خاوند شو. که دى په سمه لار روان شو، که د ښو او بدو تميز يې وکړ بيا به يې سترګې پرانيزو.

د سترګو پردې به يې غوڅې کړو، د سترګو غړولو اجازه به ورکړو.‌

پخوا له وخته د ده سترګې مه خلاصوئ.‌

دى بايد هر څه په پټو سترګو قبول کړي او سپين سترګى نه شي.

دى بايد هر څه د زړه په سترګو وويني او د سر سترګې يې تړلې وي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *