سید شکر الدین آغا د پنجشنبې مازیګر په تلیفانه ور وغوښتم، دا نو دده د مراقبې وخت دی، هېڅوک نه غواړي، نه څوک خپل حضور ته مني، یو نیم مرید له دړې دباندې جذبه واخلي، هل هول یوه غوغا جوړه شي، نور داسې آرامي او چوپتیا وي ته وایې د کایناتو سترګې هم سره ورغلې دي.

زه لاس په سینه د آغا صاحب پر وړاندې ودرېدم ـ لکه رکوع په ملاقات بلکې مات شوم، چې زما ملا وار له مخه ماته ده.

آغا صاحب له یوې شېبې وروسته سر راپورته کړ، په سرو سترګو راته ګوري ـ دی مبارک مې کله هم دومره جلالي نه و لیدلی، سترګې یې سکروټې ګرځېدلې، لمبې یې کولې، اور یې پورې کاوه…

راته کړه یې:

ـ خلیلزاد پېژنې…؟

ـ خلیلزاد صاحب به څوک نه پېژني… چې خلیلزاد نه پېژني، ګویا ځان نه پېژني، چې ځان نه پېژني هغه … زه هم خلیلزاد له لېرې پېژنم چې له نژدې مې دده د دیدن تاب نه دی راوړی، خو خلیلزاد صاحب ما نه پېژني، نو د دغسې پېژندنې څه ګټه…؟

ـ خاموش ګستاخه… تا هم پېژني…

ـ تر تا مې قربان کړې، دا خو دې د ایمان زیری را باندې وکړ ـ زه او دومره نیکمرغي؟ چه نسبت خاک با آن عالم پاک…

ـ تا دده ستاینه کې یو مضمون لیکلی…؟

ـ لیکلی مې دی، خو په ستاینه کې نه په دفاع کې…

ـ چوپ بې ادبه…

ـ خلیلزاد د چا هغه هم ستا دفاع ته نشي اړ کېدای ـ دا توهین دی ـ توبه باسه استغفرالله…

ـ ښه دې وفرمایل…

ـ له خلیلزاد لېرې ګرځه… چې اور دی سوځول کوي…

ـ له دې به مې وبښې، دا کار نشم کولای، چې دا زما د وس چاره نه ده، زه مجبور یم، دلته ما معذور وګڼﺉ…

ـ بیا زما یو پېغام دی

ـ امر، حکم

ـ شین دود به شې..

ـ عفوه، بښنه، چې د توبې دروازه پرانستې ده…

ـ یو وار خو دې د یونیکال او بریډاس سیالۍ کې افغانستان قمار ته کېښود… بیا دې بون کې یوې بلې وزلوبې ته وغورځاوه…

له سفارت وروسته دې څو کاله د ولسمشرۍ ټاکنو ته د درېدو په تلوسه له بلې ښې واېستو، یو ځل دې د ګوند جوړولو په کاذبه اشتها قبضیت کړو، اوس لګیا یې له جنګسالارانو سره څڼې لستوڼي غورځوې… سیاسي زلزله دې ګډه کړې ده…

چې د ولسمشرۍ ټاکنې نژدې شي، افغانستان در په زړه شي؟ افغانستان لکه د حکومت لپاره دی، دا موږ درته هېڅ نه ښکارو…؟

نه دې څوک په نه پوه شول نه په هو! ټول ملت دې په دغسې یو چکر کې غورځولی…

آغا صاحب ته مې په ډېر ادب عرض کړ، چې که باجوړ نه خورې، بد مه پرې وایه…

دې کې به هم کوم مصلحت وي، چې زموږ سلطنت خویش خسر وان داند…

خیر که نن له څو جنګسالارانو سره ناست دی، ډېری جنګسالاران یې له صحنې هم و اېستل… تر هغې چې دی سفیر و، چارې ښې پر مخ تلې، حالات هم سم و…

ما لا خبره نه وه بشپړه کړې، چې آغا صاحب مې خوله کې وچه کړه…

ـ … له صحنې یې واېستل، خو سیاست ته یې راوستل، اوس یې د سیاست سټېج هم خپله ولکه کې اخیستی! ده پر جنګسالارانو د سیاست پوست وغوړاوه، لکه په لېوه چې د پسه پوست وغوړوې… له جنګسالارانو یې سیاستمدران جوړ کړل…

دا ټول دده له لاسه، غواړي افغانان ولسمشري په طلایي پتنوس کې ده ته وړاندې کړي، په سترګو به یې رانه و نه ګوري…

آغا صاحب تر پایه دا خبره ونشوای منلی، چې پیل هم د خلیلزاد صاحب و، پای هم…

دی ښایي پیل کړې لوبه خپله پای ته ورسوي، دې کې زموږ ټولو خیر دی ـ ښاغلی کرزی ده راوستی، دی به ورته مخه ښه وایي، همدا د لوبې منطقي انجام دی.

دا کړۍ د افغانانو غاړې ته ده اچولې، دی به یې پرانېزي، دا پرده زموږ ملي پور دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *