تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین، د ۴۰۰ پښتنو د قاتل پاکستاني پولیس افسر راو انوار پر ضد د امریکا د بندیزونو د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا د مالیې وزارت په تازه اقدام کې د شپږو هېوادونو په ۱۸ هغو کسانو بندیزونه لګولي دي چې انساني حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي او په دې بندیزونو کې د کراچۍ د پولیسو یو قومندان راو انوار هم شامل دی چې د نقیب مسید تر څنګ د ۴۰۰ نورو پښتنو په وژنه تورن دی.
منظور پښتین له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، پر راو انوار اقتصادي بندیزونه ښه کار دی او پښتانه فکر کوي چې د امریکا دا کار به ورته د عدالت په رسولو کې مرسته وکړي.
د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم د دغه اقدام د هرکلي تر څنګ ویلي، د راو انوار د ظلمونو پر ضد لومړی دغه تحریک غږ پورته کړ او پوځي ادارو وژنې یې افشا کړې.
داوړ زیاته کړې، د راو انوار پر ضد د امریکا بندیزونه پر ځای اقدام دی او دوی هم ورته دریځ لري، ځکه که پي ټي ایم هغه نه وای افشا کړی، نن به یې هم د پاکستان د حکومت په استازیتوب د ملکیانو وژنې ته دوام ورکولای او پر دنده به هم و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو دوو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان، پيښور، لاهور، جنوبي وزیرستان او کراچۍ کې د بې ګناه پښتنو د وژنې پر ضد ولسي اعتراضونه پیل کړل چې لا یې هم دا مبارزه روانه ده.
دوی وايي، پاکستاني پوځ له ۲۴ زرو څخه زیات پښتانه لا درکه کړي دي چې نږدې ۴ زره یې محاکمو هم منلي او په اړه یې پلټنې روانې دي.