تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پاکستاني زندانه تر خوشې کېدو سمدستي وروسته خپلې یو استقبالیې غونډې ته ویلي، پوځي ادارې د دوی د مبارزې غږ نه شي چوپ کولای.
منظور خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، پاکستان د تاریخ په نوم د پښتنو د ماشومانو ذهنیت په خپلو ساختګي شخصیتونو اړولی دی: (( دوی له جناح، علامه اقبال او سرسید احمد خان پرته نور هیڅ نه لري او موږ چې انګریز ته سړیتوب وښود راځي اوس موږ ته د تهذیب په نامه د پښتنو د لوټ او تالان پټ پیغام راوړي.))
منظور پښتین زیاته کړې، پاکستان پر خپل پوځ پښتانه لوټ کړل او پنځلس کاله پس معلومه شوه چې د ترهګرۍ پر ضد د پښتنو په خاوره د دغه هیواد د پوځ پیل کړې جګړه، هسې یوه ډرامه وه: (( د ترهګرۍ ضد جګړه چرته وه؟ ترهګر خو د پاکستان معشوقې دي، طالب ویاند احسان الله احسان خو د دوی ډارلینګ و، څومره په ناز یې وساته او خوشې یې کړ؟ مګر په موږ زور چلول غواړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین شاوخوا یوه نیمه میاشت د پاکستان په زندان کې له بند تېرولو وروسته نن سه شنبه مازیګر په ضمانت خوشې شو.
د هغه د خوشې کېدو ځای ته سلګونه د پي ټي ایم غړی ورغلي او د منظور ته یې د ګلانو هارونه وروړي وو.
منظور پشتین به د مارچ په لومړۍ نېټه په چارسده کې د پي ټي ایم تر ټولو لویه غونډه کې ګډون وکړي.