تاند (دوشنبه، د دلوې ۷) پښتون ژغورنې غورځڼګ د خپل مشر منظور پښتین د نیول کېدو په اعتراض کې سبا (سې شنبه) په پاکستان او نورو هیوادونو کې د پراخو احتجاجونو د کولو اعلان وکړ.

د دې ترڅنګ چې د پښتون ژغورنې غړي او پلویان سبا د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرو ته راوځي په واشنګټن او کابل کې هم د دې غورځنګ خواخوږو اعلان کړی چې مظاهرې کوي.

په کابل کې خلکو ته بلنه ورکړل شوې چې سبا په حضوري چمن کې راغونډ شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر منظور پښتین لګېدلي تورونه بې اساسه وبلل او د هغه د فوري خلاصون غوښتونکی شو.

د پېښور یوې محکمې پرېکړه وکړه چې پولیس دې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د عامه نظم د ګډوډولو په تور د تحقیقاتو لپاره په توقیف کې وساتي.

منظور پښتین چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې په تاکال کې د پولیسو له لوري نیول شوی و، نن محکمې ته به زنځیر او زولانه کې راوړل شو.

د محکمې د حکم پر اساس پښتین د ۱۴ ورځو لپاره جېل ته ولېږل شو خو ملګري یې خوشي شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی محس داوړ وايي، سره له دې چې پولیسو پر منظور پښتین د لګولو تورونو په اړه ورته څه نه دي ویلي خو دومره خبر شوی چې د پېښور د پولیسو په راپور کې پر پښتین تور پورې شوی چې څه موده وړاندې یې په ډېره اسماعیل خان کې «د وزیرستان شپې» په نوم یوې غونډې ته وینا کړې وه.

د داوړ په وینا د ډېره اسماعیل پولیسو د همدې وینا پر اساس د پېښور له پولیسو غوښتي چې منظور پښتین ونیسي.

له دې سره په یو وخت په کوټه، چمن او څو نورو ښاروړنو کې د پښتین د نیول کېدو پر ضد مظاهرې شوي دي.

مظاهره چیانو له حکومت څخه غوښتي چې پښتین ژر تر ژره خوشي کړي.

همداراز په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د جنورۍ په ۲۸مه د احتجاجونو اعلان کړی.

خو په لورلايي کې پولیسو سر له اوسه پر مظاهرو او غونډو بندیز لګولی دی.

د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبدالرحیم زیارتوال وویل، د پښتین ټولې غوښتنې د پاکستان پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او اوسني عمران خان هم جایزې بللې دي.

د منظور پښتین پر نیولو ګڼو خلکواعتراضونه کړي دي.

مشهور پښتون سیاستوال او د بشري حقونو مدافع افرسایاب خټک د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د مشر منظور پښتین نیونه د پښتنو او په ځانګړي ډول د وزیرستان د خلکو پر ضد د استعماري دورې په شان د حکومت ځپونکې پالیسي وبلله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ د ټویټر له لارې د منظور پښتین پر نیول کېدو په غبرګون کې ویلي«دوی ته په دې خاطر سزا ورکول کېږي چې په سوله ییز ډول د خپلو دیموکراتیکو (جمهوري) حقونو غوښتنه کوي.»

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې منظور پښتین د «بیان د ازادۍ» او د «سوله ییزو غونډو» کولو په خاطر نیول شوی دی چې توجیه نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې هدف رامنځته شو چې د پښتنو غیرقانوني نیونې او وژنې ودرول شي، د پښتنو په سیمو کې د پوځ له لوري ایښودل شوي ماینونه پاک شي او د پوځ په پوستو کې له پښتنو سره ناوړه چلند ختم شي.

خو پوځ وايي، ځينې ورک کسان خلاص شوي، د ماينونو پاکولو کار روان دی، څه پوستې یې کمې کړي او پر پاتې هغو خلک نه ځوروي دا هغه څه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې نه تاییدوي او وايي چې لا هم پښتانه په مرموز ډول نیول کېږي او مړ – ژوندی یې نه معلومېږي. ماینونه پاک شوي نه دي او پوستې په خپل ځای دي.

2 thoughts on “منظور پښتین جېل ته ولېږل شو، غورځنګ د پراخو مظاهرو اعلان وکړ”
  1. پداسې حال کې چې د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان هم په خټه ځان پښتون بولي او د پښتنو په رایو واک ته رسېدلی دی، پنجاب غواړي د پښتنو له زعامته ناوړه ګټه واخلي ، د خپل قوم په واسطه او بیا په پېښور کې چې نژدې ټول اوسېدونکي یې پښتانه دي ، د یولوی اویا میلیوني قوم مشر د پولیسو له خوا نیسي او زندان ته یې وړي.
    زما په نظر داسې لنډ فکری تصمیم به د تش په نامه پاکستان د موجودیت او بقا د پای ته رسېدو سره مرسته وکړي. مونږ خو هسې هم وژل کېږو ، ځورول کېږو ، جېلونو ته بېګناه اچول کیږو. ښه به داوي چې نور تورمخی پنجابی هم نوره ښه ورځ ونه ویني او هرچېرته داسې ماتم ورباندې راوړل شي چې په خپل مرګ خپله راضي شي.
    د تور مخي پنجابي پرضد په دغه مقدس جهاد او ویاړلې مبارزه کې پښتانه یواځې ندي . بلوڅان ، سندیان او کشمیریان هم د خپلو حقه حقوقو غوښتونکي دي او ستاسو تر شا ولاړ دي.

  2. د ای اس ای او پنجابیانو دغو غیرانسانی او غیر اسلامی کړنو او بی انتها یی ظلمونو او دوکو ته سوچ اخستی یم.
    پښتون انګریز ته ماتی ورکړه، شوروی ته یی ماتی ورکړه، امریکا همدا اوس په توبو ده. خو پنجاپی دومره جرأت پیداکړیدی چه دیو بی غیرته پښتون په لاس د بل عزتمند پښتون لاسونو ته زولانی اچوی.

    د منظور پښتین دغه حالت به انشأالله پنجابستان د نړی د نقشی څخه ورک کاندی.

    پښتنو راغونډ شۍ، پښتنو سره یو شۍ او په تور پنجاب ورشې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *