موږ د نړۍ تر ټولو غښتلي خلک یوو، زموږ غوندي ننګلیالي په ټوله نړۍ کې نشته پنځه زره کلن تاریخ لرو. زموږ په وطن کې دومره کانونه او مینرالونه شته چي حتي د امریکا له ټولې سرمايې څخه يې قیمت زیات دی. یو وخت امریکایانو داود خان ته ویلي وو چې ماته د کجکي برق راکړه زه ټول افغانستان درته جوړ کړم. دا هغه لاپې دي چي موږ يې له کلونو راهیسي وهو او هیڅکله له دې لاپو نه ستړي کیږو. د طب له نظره دا یو ډول ناروغي ده چې سړي ته ځان ډیر غټ معلومیږي دومره غټ چې د نورې دنیا خلک ورته مچان او میږیان ښکاري. که په ښار کې لوحو ته وګورو نو هر هوټل مو، اسمان، ستوري، لمر سپوږمۍ، د پاریس قصر او حتي کله کله خو تر اورانوسه هم رسیږو. طوفان، فولاد، شمس، قمر، او اسمان زموږ د سلمانیو نومونه دي. زموږ په شان لایقه خلک د مځکې د کُرې پر مخ نشته، امریکایانو ته چې زموږ د پوهنتونونو اسناد ورښکاره کړي دستي درته وايي چې ته به حتما زما سره کار کوې ځکه له ډیر مهم پوهنتونه فارغ شوي يي، ډاکتران خو اوتومات په ماسترانو حساب دي هاهاها

مړاوي کاته کوي په زړه باندي ویشته کوي- سترګوته دي وایه چې زیاتي راسره نه کوي

له بلې خوا موږ ډېر منفي خلک یوو، دا وطن نه جوړیږي، د دې ملک بیړه غرقه ده، هر شی چې د افغان لاس ته ورشي بس اور اخلي. پاکستان په دشت برچي کې شفاخانه جوړه کړېده.

ښه ډیر ښه دا خو ډیر زیری دی دا به زموږ د خلکو له پاره ډیر لوی خدمت وي.

یاره تر څو چي شفاخانه د پاکستانیانو په لاس کې وي هر څه به سم وي خو کله چه يې افغانانو ته وسپارله بیا یی خیر مه غواړه.

دا ټولې هغه خبرې دي چې زموږ د خلکو دوه قطبیت) Bipolarity)‎ ښيي هغه پورته لاپې او اوسني منفي ذهنیت د یو نارمل انسان له خواصو څخه نه شمیرل کیږي.

نو ستونزه چیري ده دا د هر چا خپل کار دی چې څنګه فکر کوي اوڅنګه نومونه کاروي؟
یاره ته ولي فکر نه کوې دا ډیره لویه ستونزه ده. ستاسو اعمال ستاسو د فکر زیږنده دي، څنګه چي فکر کوي هماغسي عمل کوي. لیوني ولي خلک په ډبرو ولي، ولي لڅ بازار ته راوځي ځکه ذهن يي خراب دی. ذهن زموږ د اعمالو د قوماندې مرکز دی. که زموږ فکر منفي وي موږ بیا هیڅلکه هم مثبت کار نه کوو. موږبیا هیڅکله د ښي راتلونکې هیله نه کوو او موږ بیا باید هیڅکله د پرمختګ هیله ونه لرو. ځکه  خو دا ډیر لویه ستونزه ده.

زموږ ژوند په دوراغو ولاړي دي. موږ عبادت د خلکو له ویري او خلکوته د ځان ښودلو په خاطر کوو. کنه کله چه بهر ته لاړ شو او موقوع په لاس راشي نو بیا دومره بي دینه خلک یو چي په نړي کې مو ساري نه پیدا کیږي. موږ ګناه د خلکو له شرمه نه کوو ځکه له پیغور او بد نامي ډاریږو. خو د نوري نړي خلک ګناه بد کار بولي، مردم ازاري ورته په رښتیا ګناه ښکاري او که دا ګناه وکړي نو ځان ورته ډیر بد ښکاري اود خجالت احساس کوي. ځکه نو زه وایم چه زموږ د ژوند بنسټ په درواغو ولاړ دي. او ته ښه پوهیږي چي دروغجن سړي تل خپل وجدان ته ملامت او هیڅکله د ارامي احساس نه کوي. دي ډول خلکو ته د دین په ژبه خسرالدنیا والاخره ویل کیږي.

زموږ خلک یو بل ته میلمستیاوي ددي له پاره کوي چه یوبل ته پیغور ورکړي، یو په بل پوري وخاندي، شخصي پوښتني وکړي او هغه تکراري پوښتني وکړي چه ښه په خبر هم وي او په دي پوهیږي چه په دي ډول پوښتنو مقابل جانب ځوریږي.

هر خوا ریاکاري ده په هر کار کې بهانه شوه- څنګه زمانه شوه دا څنګه زمانه شوه

اوس که میلمستیا ته نه ورځي وايي مغرور دي او که ورځي نو باید له الف څخه تر ي پوري چټیات واوروي. که ودونو ته ځي باید خپل غوږونه په هغه شورماشور چه دوي ورته موسیقي وايي وخوري او د حیوان په شان د شپي په ۱۲ بجو ډوډي وخوري او په دوي بجي کورته راشي او سبا ورځ دي هم خرابه کړي. زموږ خلکو خپل ټول ټولنیز ارزښتونه له لاسه ورکړي او ددي ارزښتونو د بیا ژوندي کولو له پاره زښته ډیر کار ته اړتیا ده. دا درواغجن ملت چه رښتیا زده کوي ډیر کلونه به تیر شوي وي په دي شرط چه همدا اوس په رښتیا ویلو شروع وکړي.

د جولاي ۳ کال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *