لیکوال محمداکبر حقمل

منفي فکرونه له کچې زیات زیانونه لري، چې شتون کولای شي د انسان د اړینو بدلونو مخه ونیسي او د تل لپاره یې له یو اړخیز، بد او نا خوښ ژوند سره تم کړي او د نشتون په صورت کې یې هرڅوک کولای شي په خپل ځان، کورنۍ او ټولنه کې په خپل زړه مثبت بدلونونه راولي. منفي فکرونه مو تل د پرمختګ خنډ جوړېدلای شي، ځکه شتون یې کولای شي تاسو ته د ډېرو هغو څیزونو په اړه د ناشونتیا احساس درکړي کوم، چې شوني او کېدونکي دي یعنې شوني او ممکن درته ناشوني یا ناممکن کوي. کله، چې منفي فکرونه د ناشونتیا احساس ورکونکي وي، نو څرګنده خبره ده، چې د پرمختګ لامل مو ګرځي او له یوې غوره او په زړه پورې راتلونکې څخه مو بې برخې کوي، د هر څه په اړه د ډار او وېرې احساس راکوي او تل مو نابریالي او ماتې خوړونکي روزي. څېړنو ښودلې ده، چې منفي فکرونه د انسان په عمر کې کمښت راولي، ټول وخت یې په بې ارزښته او پخوانیو فکرونو کې تېروي او له هر ډول بدلون او پرمختګ څخه یې بې برخې کوي. منفي فکرونه له کچې زیات زیانونه او تاوانونه لري او موږ اړ یو، چې ټول منفي فکرونه او اندېښنې مو له منځه یوسو تر څو په خپل ځان او ژوند کې په خپل زړه بریالیتوب، نوښت او بدلون راولو. بریالیتوب بېلا بېل رازونه او شرطونه لري، چې تر ټولو ارزښتمن او مهم راز یا شرط یې د منفي فکرونو له منځه وړل دي. هغه وکړي کوم، چې غواړي په خپل ژوند کې بریاليتوبونه او لاسته راوړنې ولري، نو دوی اړ دی، چې خپل ټول منفي فکرونه له منځه یوسي او خپل مثبت او غوره فکرونه پیاوړي کړي ترڅو د ريښتینې بریا او خوښ ژوند له خوند څخه برخمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *