فریدالله منګل

په دې وروستیو کې د منفي او مثبت فکر په اړه ‌‌‌‌‌‌ډیر اورو، او موږ ټول په دې باور یو چې مثبت فکر لرونکي خلک نیکمرغه او منفي فکر لرونکي خلک بدمرغه دي. دا چې د «منفي پلوه» اصطلاح اوس وخت کې تر بل هر وخت ډیره عامه ده، نو مهمه ده څو پوه شو چې منفي فکر د انسان په ژوند کومې اغیزې درلودلای شي، او ایا موږ منفي فکر لرونکي یو که مثبت فکر؟ اوس وخت کې دا یو دود ګرځېدلی، که دې د یو چا څخه د کوم نظر یا شخص په اړه وپوښتل، دوی یې یوازې نمګړتیاوو ته ګوته نیسي، او د یو شخص په ټولو کړنو نقد کوي. دا چې د مثبت فکر او ورسره تړل شوو ګټو په اړه خورا زیاتې لیکنې شوي، نو مهمه ده تر څو د منفي پالنې په پایلو هم وپوهیږو.

تر ټولو اړینه دا ده چې لومړۍ د منفي ګومان یا منفي ګرايې وپېژنو:

‎منفي فکر هغه حالت ته ویل کیږي چې یو شخص د هرې کړنې او موضوع په اړه د هغه په ناوړه برخو تمرکز کوي، او هرې کړنې او عمل ته د منفي زاویې ګوري. منفي ګرایې ښوالی او بدوالی دواړه لري، خو که چیرې مثبت او منفي فکر تر منځ توازن وساتل شي او په منفي ګرایې کې د افراط څخه ډډه وشي، نو په ژوند کې مو ژور بدلون راوستلی شي، او د بریا په لور مو احتمال زیاتیږي.

منفي فکر مو په جسمي او صحي برخو باندې کومې اغیزې درلودلای شي؟

وروستیو څیړنو څرګنده کړې چې هغه خلک کوم چې تل د هرې موضوع په اړه منفی اړخ ته مایل وي، د ژوند په چارو کې بریالي کسان ندي او تل په روحي ډول نا ارامه او د ژور خفګان یا سټریس سره مخ وي. د ژوند هرې کړنې ته د منفي اړخ څخه کتل د خفګان، نا امیدۍ، کینې، او غوسې لامل کیږي. د ارواپوهنې څیړونکي پدې باور دي چې منفي فکر لرونکي کسان په روحي ناروغیو اخته وي. دا یو حقیقت دی چې سالم فکر په سالم بدن کې وي هغه چې په روحي ناروغیو اخته وي دهغو خلکو څخه د نیکو کړنو او ویلو طمع نشي کیدای.

د ارواپوهنې څیړونکي همدا راز زیاتوي چې ژور خفګان او تشویش د منفي فکر سره تړلي دي، او انسان په جسمي، روحي، او د ژوند په کړنو کې ځپي، او ورځني فعلیتونه یې لا پیچلې کوي. او هغه وګړي چې منفي مفکوره لري، په ژوند کې په ډیره سختۍ خپلو موخو ته د رسیدو لار مومي.

‎دا چې منفي فکر په مختلفو بڼو څرګندیږي، لاندې یې ځینې ډولونه ښودل شوي دي

قضاوتي فکر: هغه خلک چې د هر څه په اړه د قضاوت کولو حق ځان ته ورکوي منفي فکر بلل کیږي، ځکه د قضاوت په وخت زیاتره خلک په هغو برخو تمرکز کوي کوم څه د دوی د خوښې وړ نه وي.

د ځان په اړه انتقادي فکر: دا هم منفي فکر بلل کیږي، ځکه د ځان په اړه انتقادي فکر کې زیاتره وخت په نیمګړو برخو راڅرخي.

پریشاني: د پریشانې په وخت ذهن په منفي پېښو تمرکز کوي.

منفي سوال: زیاتره منفي پوښتنې منفي ځوابونه لري، کوم چې بلاخره د منفي او انتقادي فکرونو لامل کیږي.

شکایت: ډیر خلک د ژوند هره برخه له کړاونو ډکه بولي، او د هر راز حلاتو شکایت کوي، کوم چې بلاخره د منفي فکر سبب کیږي.

منفي ګرایې یا هغه څوک چې په هر څه کې منفي برخې لټوي زیات عوامل درلودای شي، خو تر ټولو عُمده لامل يې په منفي پلوه چاپیریال کې لویدل دي.

دا چې د منفي فکر سره مثبت ژوند نشو درلودای، نو مهمه ده چې د پیښو مثبت اړخونه درکړو تر څو نیکمرغه ژوند ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *