اقتدار خورا نامرده، نا ځوانه دی ـ لکه لولی نن د یوه غېږ کې سبا د بل. …
اقتدار بل څه نه کوي له سړي ړوند، کوڼ جوړوي، سم بکم عمین فهم لا یرجعون.
چې له واکه ولوېږي، سترګې یې وغړېږي،… بیا په څېرو خو مړو سترګو ګرځي، که هر څو یې د کوبخاړې په خوب پټې ګرځوي، خوب ترې تښتېدلی وي ـ یواځې د ویښې خوبونه لیدای شي، چې خیال پلو باله شي، هغه چې کله هم خپل تعبیر نشي موندای.
واک او اقتدار په حقیقت کې ازمېښت، کانګور امتحان ـ له دغه ازمېښت یو نیم بریالي وتی شي، ډېری یې کانکور ځپلي ګرځي. …
ځکه خو له واکه په لیرې کېدو د افسوس لاسونه مروړي ـ له بده بخته دغه افسوس هم په بدو او منفي لوري راګرځي ـ داسې چې پلانی مې بندي کولای، وژلی، رټلی شوای، خو نه مې کړ، د مرک حکم یې لاسلیک نکړ ـ دا ترې هېره وي چې د مرګ پرېکړې پر ځمکه نه، اسمانو کې کېږي، دلته ده ته ځان نعوذ بالله د خدای په مقام کې ښکاري، لکه د مرګ او ژوند پرېکړه د خدای نه، دده په واک کې ده.
بس د بدو په نه کولو د افسوس اسویلي باسي. …
بل هغه یې پخپلو ښو د پښېمانۍ او افسوس اړخ دی ـ دا چې پلاني سره مې داسې او هغسې ښه وکړل، ولې مې وکړل، چې نه مې وای کړي، اوس مې په کیسه کې نه دی.
په دې توګه خوارکی د بدو په نه کولو هم لاسونه مروړي او د ښو په کولو هم. …
له تېرو یوولسو، دوولسو کالو مې د خدای فضل دی سرکار سره کار نشته، کومې سرکاري سټې ته نه یم ولاړ، یواځې یوه سیمه ییز چارواکي سره مې روغبر کې لاس لګېدلی او یوه غوښتنه مې ورته وړاندې کړې، د ځان لپاره نه، قانوني او ټولنیزه غوښتنه ـ خو بیا هم ځان سرټیټی او پړ ګڼم.
یو وخت استاد صمیم لاهور کې زه او بشارت د بې وخته مدیرانو او بې وخته معاونانو په تور رټلو، خو اوس خبره بې وخته والیانو، ریسانو او وزیرانو ته رسېدلې ـ ځکه خو د واک پر مهال د کبر او غرور په داسې لوړو وخېژي چې له واکه په لیرې کېدو ترې د کوزېدو مخه نه ګوري، پړمخې غورځي. …
زما په اړه له دندې برطرف شوی چاوراکی له یو کال زیات لکه مچ د افسوس لاسونه مروړي، دا چې کولای یې شوای ما بندي کړي، د سپېشل فورس چاپه راباندې وغورځوي، ګوانتنامو ته مې ورسوي، ومې وژني، خو افسوس چې دا کار یې ونکړ. …
زه نه وایم چې دا کار یې نشوای کولای، په ډېره اسانۍ او یوه اشاره یې کولای شوای ـ په سپېشل فورس څه چې په یوه چرسي، پوډري عسکر چې خپل کمربند یې سم نشوای تړلی دا کار کولای شوای، اوس یې هم کولای شي، چې زه د یوې څپېړې سړی یم. …
زه د ښاغلي د دغه مهربانۍ منونکی یم، چې بندي یې نکړم، د سپېشل فورس چاپه یې راباندې ونه غورځوله، ګوانتنامو ته یې پارسل نکړم، زما د مرګ امر یې ورنکړ ـ چې اوس سړی ښایي ځان د بدو په نه کولو منندوی وګني. …
تاسې ووایاست د یوه تش لاسي ډېسبل او ناروغ نیول، وژل، هل او رټل کوم ګران کار دی، چې څوک یې ترسره نکړای شي؟ دا کومه کارنامه ده چې سرکار د خپل واک پرمهال د هغې ویاړ او کریډټ ونشوای ګټلای، هغه چې له امله یې تر اوسه د افسوس او پښېمانۍ لاسونه مروړي. …
ښاغلی دا کار اوس هم کولای شي، په هغسې ظرافت چې ښایي څوک یې پته هم ونشي لګولی ـ چې زه ډېر بې وسه، بې زړه، کمزوری او ډارن یم ـ سړی نپوهېږي ځینو ښاغلو ته څرنګه یوه خیالي مرکه، لیکه ـ کې له ورایه خپله څېره برېښي. …
لیکوال په سل او زر ډوله توري، ټکي پېیلی او غزولی شي ـ اوس که یو شنونکی تلویزیوني ټاک شو کې د جنرال مشرف لخوا ولسمشر کرزي ته پر دغسې فرضي او خیالي لیک استناد کوي ـ د لیکوال پړه یې پېژنئ که د شنونکي نا خبري او خپله توب. …؟
درېغه موږ له چا سره د بدو په نه کولو پښېمانه نه اوسو، کاشکې د ښو په نه کولو افسوس وکړو. …
افسوس هله که د واک پر وخت مو خپل ښه سپمولي وي، چې واک او اقتدار یواځې د چا د بندي کولو، ترټلو، وژلو لپاره نه دی.
واک او اقتدار د خدمت نوم دی، د خلکو د زړونو ګټلو او د الله تعالی د رضا تر لاسه کولو چانس.
ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مکړه
د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک