د پښتو د منځنۍ دورې نثر د البیروني پوهنتون د استاد (فهیم بهیر) اثر دی چې د کتاب په بڼه چاپ شوی. دا کتاب په پر له پسې ډول د تاند لوستونکګو ته خپروو.

تاند

(( پښتو نثرمنځنۍ دوره ))

( پېژندنه او ارزونه )

د ابو ریحان البیروني د پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د څانګې استاد ښاغلي فهیم بهیر خپل لیکل اثر (( پښتو نثر منځنۍ دوره)) راکړی چې د سریزې په توګه پرې څه ولیکم د مخه تر دې چې د اثر پر منځپانګه او د لیکنې پر لارې او څرنګوالې څه ووایم راته غوره ښکاره شوه چې لومړی د پښتو ادب پر دویمه دوره او په دغه دوره کې د پښتو نثر پر څرنګوالي او پر مختیايي بهیر له درنو لوستونکو سره د زړه خواله وکړم.

د پښتو د ادب دویمه یا منځنۍ (کلاسیکه) دوره په تاریخي لحاظ د لسمې هجري پېړۍ له نیمايي  څخه پیل او د څوارلسمې پېړۍ تر لومړیو دوه دریو لسیزو پورې رارسیږي.

دغه ادبي دوره  له لومړۍ ادبي دورې سرره له هر اړخه جوت توپیرلري. د پښتو ادب په لومړۍ یا  لرغونې دوره کې موږ د څو تنو شاعرانو او لیکوالو د ژوند پېښو او ګوتو په شمېر منظومو او منثورو اثارو بیلګې په واک کې لرو چې د زمانې له پېښو خوندي پاتې، د پټې خزانې او تذکرة الاولیا او نورو تاریخي اثارو او ملي روایاتو په وسیله ر موږ رارسیدلي دي.  خو په دویمه یا منځنۍ ادبي دوره کې وینو چې پښتو ژبې او ادب تر ډېره د خپلې ودې او پرمختیا پړاوونه وهلي، په هېواد کې دننه او بهر د هند په پراخو سیمو کې له ځینو ملي او مذهبي جریانونو او غورځنګونو سره په ارتباط کې د پښتو ادب ډېره ستره پانګه رامینځته او د پرمختیا پړاوونه وهي.

د دې تر څنګ د سیمې مسلط فرهنګي او ادبي جریانونه پر پښتو ادب خپل اغیز ښندلی او له     هغو نه د اغیز منلو په پایله کې په پښتو ادب کې ځانګړي ادبي مکتبونه رامینځته او له پوره مقبولیت نه برخمن شوي دي.

د پښتو ادب دویمې ادبي دورې یوه بله تر ټوله ستره ځانګړنه دا ده چې موږ د دې دورې ډېر اثار ، د اشعارو دیوانونه، منظومې او منثورې کیسې، د ولسي سندرو بېلابېل ډولونه او نور په واک کې لرو.

د دې ادبي دورې یوه بله ځانګړنه دا وه چې د پښتو ژبې اړیکې له نورو ژبو ، په ځانګړی توګه له عربي، دري او هندي ژبو سره پراختیا مومي، له دغو ژبو څخه ډېر اثار پښتو ته را ژباړل کېږي او د پښتو ادبي پانګه پرې  دروندوالی او بډاینه مومي.

 د پښتو ادب دویمه دوره چې په زماني لحاظ درې څلور پېړۍ په برکې نیسي او د بېلابېلو سیاسي، ملي او مذهبي غورځنګونو او جریانونو تر ژور اغیز لاندې پښتو ادبیات رامینځته او د پختابه پړاو ته رسیږي. ځانګړي ستر ادبي سبکونه ایجادیږي او بیا د مخکښو ادبي څېرو او ادبي مکتبونو د رامینځته کېدو لارې چارې برابرې او تر بېلابېلو شرایطو لاندې د ودې او پر مختیا پړاوونه وهي او دغسې پښتو ژبه له ګاونډیو ژبو سره سیاله او له سترې ادبي  پانګې نه برخمنیږي.

زموږ د ادبي تاریخ لیکونکي د خپل څېړنیز کار د اسانتیا له پاره دغه پراخ څو سوه کلن تاریخي بهیر په دوو سترو پړاوونو بیلوي.

په لومړي پړاو کې د بایزید روښان او اخوند درویزه په مشرۍ علمي، ادبي او تصوفي عرفاني نهضتونه راځي او په دویم پړاو کې یې خوشحال خان خټک او د هغه د کورنۍ ادبي غورځنګ، رحمان بابا او هغه د ادبي عرفاني لار پیروان او همدارنګه د حمید او شیدا  د نازکخیالۍ د مکتب پیروان او لارویان شاملیږي.

تر کومه چې خبره د دې دورې د پښتو نثر په پرمختیا پړاو پورې اړه لري ویلای شو چې  د دې ادبي دورې په لومړي  پړاو کې موږ بایزید روښان (۹۸۵ مړ) په پښتو ادب کې د مسجع نثر د بنسټګر په توګه پېژنو، چې پر پیروانو او لارویانو سره بېره یې مخالفینو، په ځانګړي توګه اخوند درویزه (۱۰۲۸ هـ ق مړ) هم د هغه د نثر لیکنې لاره تعقیب کړې او دغسې مسجع نثر لیکنه په پښتو ادب کې عامه شوې، ښه وده او پر مختیا یې موندلې ده.

د بایزید روښان (خیرالبیان) او د اخوند درویزه ( مخزن الاسلام) د مسجع نثر غوره او بشپړ بیلګې دي. وروسته د دواړو لارویانو او پیروانو په نثر لیکنه کې همدا لاره پاللې ده، خو د دوی ځینو پیروانو د بیلګې په توګه ارزاني خویشکي (تر ۱۰۱۰هـ ق پورې ژوندی) د روښان پیر د عرفاني افکارو او نظریاتو په تشریح کې په پښتو روان نثر هم یوه رساله لیکلې ده. همدارنګه د بایزید د بل لاروي علی محمد مخلص هم یوه عرفاني منثوره رساله په لاس کې ده چې په روان نثر یې لیکلې ده.

د دغې ادبي دورې په دویم پړاو کې د خوشحال خان خټک په مشرۍ د خټکو په کورنۍ کې په ساده او روان نثر لیکلي او ژباړلي اثار د یادونې وړ دي، چې د پښتو نثر د دودې او پرمختیا په بهیر کې یې ارزښتناکه ونډه لرلې ده.

د خوشحال خټک (بیاض) په نثرونو سر بېره چې بیلګې د افضل خان په ( تاریخ مرصع) کې خوندي کړي دي، د ستار نامه (۱۰۷۶ هـ ق تالیف) د عبدالقادر خان خټک ګلدسته  د (سعدي د ګلستان پښتو ژباړه) (۱۱۲۴ هـ ق) د ګوهر خان خټګ ژبا ړلی سیرت قلب السیر، د افضل خان خټک (تاریخ مرصع ) (۱۱۳۶ هـ ق) او د عیار دانش د‎( کلیله دمنه) پښتو ژباړه د دې دورې د پښتو نثر غوره بیلګې دي، چې پر نورو ادبي ښیګڼو سر بېره د نثر ساده ګي، رواني او وګړنۍ محاورې ته نږدې والی یې له مهمو ځانګړنو څخه دي.

په همدې ادبي دوره کې د هوتکو د واکمنۍ زمانه (۱۱۱۹ هـ ق ـ ۱۱۵۰ هـ ق) د پښتو ادبیاتو د ودې او پرمختیا یوه زرینه دوره ګڼل کېږي. په دې دوره کې پښتو نثر چټک پر مختیا يې یون کړی دی. د ملا نور محمد غلجي اثرر( نافع المسلمین) چې د مخزن الاسلام په سبک په مسجع نثر لیکل شوی او د محمد هوتک (پټه خزانه) (۱۱ ۴۲ هـ ق  تالف) د ساده او روان نثر غوره بیلګې دي.

د احمد شاه بابا د واکمنۍ او راوروسته د ده د اولادې د واکمنیو په کلونو کې هم پښتو نثر ښه په زړه پورې وده موندلې ده. د عبدالله (( فتاوای احمد شاهي)) د خانعلوم (( د احمد شاه بابا د اشعارو پښتو شرحه)) او د پیر محمد کاکړ (( معرفة ا لافغاني)) د دې دورې د نثري اثارو د غوره بیلګو په توګه یادولی شو.

د پښتو ادبي تاریخ د دویمې یا منځنۍ ادبي دورې د دویم پړاو په وروستیو کې د نوي او معاصر ادب د رامینځته کېدو لارې چارې برابرې شوې. لیکوالانو او شاعرانو د خپلو آثارو په تخلیق او لیکنه کې د عامه پوهاوي او خلکو ته د خپل پیغام د ښه او ژر رسولو له پاره داسې لارې خپلې کړې چې د پښتو له کلاسیک ادب (نظم او نثر) سره یې توپیر درلود. د همدې دورې په وروستیو کې لیکوالو په نثر کې د مفاهیمو په پیچلي او کړکېچنه بڼه د بیان او افادې پر ځای ساده او د ولس محاورې ته نږدې لاره خپله کړې او د پحواني مسجع او متکلف نیر لیکلو پر ځای یې عام کلیوالي اولسي اصطلاحات،  محاورې او ملونه هم په خپلو نثري لیکنو کې کارولي دي او هڅه یې کړې چې خپل اثار د خلکو د پوهونې په موخه د هغوی په ژبه وليکي د دې ډول اثار په ډله کې د بیلګې په توګه د نورمحمد نوري (( غونچه روه)) (۱۲۸۰ هـ ق تالیف) د مولوي احمد (۱۲۶۱-  ۱۳۰۰ هـ ق) (( پښتو ګنج)) او (( ادم خان درخانۍ)) نومونه اخلو.

د دې ادبي دورې د وروستیو وختونو په نثري اثارو کې په ساده ګۍ او روانۍ سرر بېره ادبي او هنري ارزښتونه هم شته او د نوي هنري نثر څرکونه پکې تر سترګو کېږي.

تر دې ادبي دورې وروسته د پښتو ادب په معاصره دوره کې پښتو نثر هر اړخیزه وده او پرختیا موندلې د ساده او ژورنالیستي نثرونو تر څنګ نوي هنري ادبي نثري ژانرونه هم په پښتو ژبه او ادب کې دود شوي، چې تر ننه پورې یې دودې او پرمختیا یون په چټکۍ سه روان دی.

د پښتو ادب د منځنۍ دورې د لنډې پېژندنې او په دغه   دوره کې د پښتو نثر پرمختیا یي بهیر ته له یوې ځغلندې کتنې  وروسته اوس د دې اثر (( پښتو نثر منځنۍ دورې)) پر منځپانګې او د لیکوال د لیکنې پر لار او روش بحث کوو.

ښاغلي فهیم د پښتو ادب په یوې ځانګړې دورې کې د پښتو نثر په اړه تر سره کړې څېړنه ته (( پښتو نثر منځنۍ دوره)) نوم ورکړی او په (   ) مخونو کې یې له باوري منابعو څخه په استفاده بشپړه او چاپ ته چمتو کړې ده.

لیکوال د خپلې څېړنیزې چارې د اسانتیا له پاره د پښتو ادب د منځنۍ دورې نثرونه په دې څلورو فصلونو جلاکړي دي:

لومړی فصل: په پښتو کې د مسجع نثر پیدایښت او پایښت

دویم فصل: د خټکو کورنۍ او پښتو نثر

درېیم فصل: د هوتکو او درنیانو د واکمنیو په دوره کې پښتو نثر

څلورم فصل: ختیځ پوهان او د دوی ادبي فعالیتونه

په لومړي  فصل کې د بایزید روښان او د هغه د پلویانو او همدارنګه د اخوند درویزه   د نثري اثارو بیلګې او ځانګړنې د لیکوالو له ژوند لیک سره راوړي دي.

په دویم فصل کې د خوشال خټک او د هغه د اولادونو د نثري اثارو بیلګې، ځانګړنې او د لیکوالو لنډ ژوند لیکونه را اخیستي دي.

په درېیم فصل کې د هوتکو او درانیانو د واکمنیو د مهال ځینو نثر لیکونکو لنډ ژوند لیکونه ، د نثري اثارو بیلګې او د نثر ځانګړنې راوړي دي.

په څلورم فصل کې، چې ختیځپوهان ته ځانګړی شوی د ځینو ختیځپوهانو لنډ ژوند لیکونه او د هغوی نثري اثار یې معرفي کړي دي. او دغسې اثر د اخځلیکونو د لیک لړ په راوړلو پای ته رسیدلی دی.

همداډول دغه دوره په څلورو ځانګړو څپرکو یا برخو کې جلا- جلا معرفی او تشریح کړې او د اثر ترتیب او تنظیم ته به یې معقوله او منطقي بڼه ورکړې وای.

لیکوال د بېلابېلو نثر لیکونکو د نثري بیلګو په غوراوي او خوښونه کې له ډېرو باوري څېړنیزو او خپله د نثري سرچینوڅخه تر لاسه کړي او له هغو څخه یې له یوې خوا د یوې پر ځای څو بېلابیلې غوره بیلګې راخوښې کړې او له بلې خوا یې  ځینې بیلګې نسبتاً مفصله بڼه راوړي او د ځینو نثري ټوټو په باب یې لنډې  تحلیلی څرګندونې وړاندې کړي. دې کار له یو خووا لوستونکو او د مطالعې مینه والو ته د لیکوالو د نثر متنوع بیلګې په واک ورکړي دی. له بلې خوا د نثر  هغه ځانګړنې چې د دې اثر لیکوال ښودلي هغه په نثرو نو کې لږو ډېر جوتې شوی دي او تر څنګ یې د اثر درسي یا مرسندویه درسي اړخ  ځواکمن کړی او د هغه ګټور توب یې نور هم زیات کړی دی، که د نثري ټوټو ځینې مشکل لغتونه په لمن لیک کې معنا او توضیح کړي وای، نو لوستونکو ته به متن نور هم اسانه شوی وای .

په هر صورت زه د لیکوال دا تر سره کړی علمی څېړنیز کار د ارزښت او درنښت وړ بولم ما ته د اثر له لوستلو څخه لږو ډیر څرګنده شوه چې لیکوال به د دې اثر په لیکلو کې د سرچینو د پیدا کېدا کولو له پاره څومره کړاوونه ګاللي، څومره کتابتونونه ته به یې مراجعه کړی او د څومره فرهنګي ملګرو او دوستانو د دفترونو او کورونو دروازې به یې ټکولي وی، ترڅو دا څېړنیزه چاره په دې بڼه بشپړه کړي.

لیکوال دا څېړنیز اثر د چاپ او خپرواوي تر درشله یې را رسولی دی، د نوموړي د دې اثر له څېړنیز او لیکنې معیار څخه را جوتیږي چې  په دې برخه کې د لوړ ذوق او ژورې مطالعې تر څنګ له ښه استعداد نه هم برخمن دی او په راتلونکې ورڅخه د نورو غوره څیړنیزو ادبي اثارو د لیکلو هیله او تمه کیدای شي.

  زه په داسې حال کې چې دا اثر د په پښتو ژبه او ادب کې یوه ګټوره زیاتونه ګڼم، په دې هیله او باوریم چې د مطاعلې مینه والو او زده کوونکو، په ځانګړې توګه د ادبیاتو پوهنځیو زده کړیالانو ته به د یو مرستندویه درسی کتاب په توګه ډېر په کار شي.

پښتو ژبې او ادب ته د خدمت په ډګر کې د لیکوال د لا غوره خدمتونو او بریالیتوبونو په هیله خپلې لیکنې ته د پای ټکی ږدم.

په درنښت

څېړنوال سید محی الدین هاشمي

د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې او ادبیاتو د انستیتوت مشر

کابل، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۲ لمریزکال


د پښتو ادب دویمه دوره چې د لسمې هجري پېړۍ له نیمايي څخه پیل او د څوارلسمې پېړۍ لومړیو دوه – درې لسیزو پورې رسیږي د کلاسیکې دورې په نوم هم یادیږي (۲۲: ۸۴ مخ).

د کلاسیک کلمه پراخه معنا لري د یوه هېواد ټول هغه ادبي اثار،چې د هغه ملک استازیتوب وکړي او د هغه ملک د ویاړ لامل و ګرځي  کلاسیک ادب ورته ویل کېږي، د اصطلاح له مخې هغه ادب ته  کلاسیک وایو چې د نوي پروړاندې زوړ وي لکه د بایزید مسجع نثر د اوسني(۱۳۹۲هـ ش) نثر په پرتله زوړدی. (۲۷:۲۵۱مخ)

منځنۍ (کلاسیکه) دوره د لرغونې یا لومړۍ دورې په پرتله ګڼ شمېر ادبي اثار په خپله لمن کې لري او د دې دورې نثر هم د لومړۍ دورې په نسبت کړکېچن، مسجع او قافیه وال دی یعنې د کلماتو ظاهري ګل کاري په کې ډېره تر سترګو کېږي. لیکوال یې معمولاً هڅه کوي چې د لفظي بدیع له صنعتونو او سجعو استفاده وکړي. دغه راز عربي او فارسي  کلمې تر لرغونې دورې په منځنۍ دوره کې زیاتې استعمالیږي د شعرونو تر څنګ بېلابېل نثر  لیکونکي په کې پیدا شول ځانګړي مکتبونه او ادبي جریانونه پیدا شول او په اول ځل د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کې مسجع نثر رامنځته شو. په مسجع نثر کې ډېر کتابونه ولیکل شول چې وروسته بیا د نثر د لیکنې د طرز له مخې او د معنا په لحاظ له یو نوښت سره مخ کېږي، نو په دې اساس په دې دوره کې بېلابېل پړاونه شته چې هر پړاو ځانګړي ادبي اثار لري.

د دې دورې ځانګړنو ته ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل داسې اشاره کړې: ((  په دې دوره کې پښتو ادبیات د افغانستان او پښتونخوا او هند په سیمو کې له ځينو ملي مذهبي او پښتني جنبشونو سره په ارتباط کې ایجادېږي او وده کوي. د منطقې مسلط فرهنګي او ادبي جریانونه پر پښتو ادبیاتو خپل اغیز ښندي او د همدغه جریاناتو په پیر کې په پښتو ادب کې ځانګړي سبکونه پیدا کېږي او ځانته خپل خاص پیروان لري.

د دې دورې عمده ځانګړنه دا ده چې مونږ د دې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي اثار په خپل واک کې لرو په دې دورې پورې مربوط په سلګونو پښتو دیوانونه، په سلګونو قصصي اثار او په زرګونو ولسي سندرې له مونږ سره شته چې د پښتو د ادبي تاریخ د یوې سترې پانګې په توګه هر اړخیز ه بحثونه پرې کولای شو… په دې  دوره کې د پښتو ادبیاتو علایق له ګاونډیو ژبو سره هم پراختیا مومي، له عربي، پارسي او هندي ژبو څخه پښتو ته او له پښتو څخه ځینو دغو ژبو ته د اثارو راکړې ورکړې مسله هم خپلو لوړو پړاوونو ته خېژي))(۲۲: ۸۵مخ).

ښاغلي سرمحقق هېوادمل د دې دورې  د هر ادبي جریان پیروان د همغه جریان تر عنوان لاندې مطالعه کوي او په ځانګړي ډول په کې د پړاونو شمېر مالوم نه دي،خو ارواښاد پوهاند ډاکټر زیور الدین زیور په خپل اثر( د پښتو ادبیاتو کلاسیکه دوره) کې لیکلي چې په منځنۍ دوره کې دوه ستر سیاسي او ادبي نهضتونه تېر شوي چې یو د روښاني نهضت او بل د خوشال او د هغه د کورنۍ ملي نهضت.

روښاني نهضت د ادبي خدمتونو تر څنګ د پښتنو د بیدارۍ او ویښتیا له پاره کار کاوه چې پښتانه د هندي مغلو پر وړاندې یو موټي کړي.

د روښاني نهضت د ځانګړنې په اړه ډاکټر زیور لیکي: (( د روښاني نهضت یو غټ خصوصیت دا و چې په هغه وخت کې دوی په پښتنو کې سیاسي شعور را ژوندی کړ او پښتانه یې د هېواد د ازادولو له پاره د فیو ډالي مغلو پر ضد مبارزې ته چمتو کړل.  له بل پلوه روښانیانو په پښتو ادبیاتو کې د قدر وړ اثار ولیکل او پیر روښان په خپل ادبي مکتب او سبک کې ډېر لوی – لوی شاعران او لیکوالان وروزل)) (۱۴: ۱۳۶مخ).

له بایزید روښان نه وروسته د پښتو ادب پلار خوشال خټک په شعر او نثر کې داسې تلپاتي اثار پرېښودل چې پښتو ژبه پرې ښایسته او رنګینه ده. خوشال خان   د تورې تر څنګ قلم هم چلولی دی او د ادبي مکتب خاوند دی چې د ده لاره له ده نه وروسته ډېرو پیروانو و تعقیب کړه او د خوشال کورنۍ ډېر غړي ادیبان او لیکوالان دي.

خوشال خان د مسجع نثر پر ځای ساده او د خلکو محاورې ته نژدې نثر ولیکه. د ده نثر د لومړي پړاو په پرتله هم د شکل او معنا په لحاظ پیاوړی او ښه نثر دی چې خوشال خان په نثر کې د ظاهري ګلکارۍ تر څنګ د نثر پیغام ته هم پام کړی دی چې مخاطب کولای شی د مسجع نثر په پرتله ډېر ژر د ده په نثر و پوهیږي یعنې د بایزید اثر خیرالبیان په  مسجع نثر او د خوشال اثر دستار نامه په روان نثر لیکل شوې ده، چې د کلاسیکې دورې مهم او مشهور اثار دي(۲۱:۳۱۰ مخ ).

سرمحقق عبدالواجد د پښتو د نثر دورې په دریو برخو ویشلي دي:

لومړۍ دوره ۳۰۰- ۹۰۰ هـ

منځنۍ دوره ۹۰۰ ـ ۱۳۰۰ هـ

او اوسنۍ دوره ۱۳۰۰ – را په دیخوا  ښودلې ده.(۲۰:۶۷ مخ)

زه غواړم چې منځنۍ (کلاسیکه) دوره په څلورو څپر کو کې و څېړم چې له پورتنیو  دوو(بایزید روښان او خوشال خان) پړاوونو سر بېره به د هوتګو او درانیو د واکمنیو پر مهال د پښتو نثر وګورو او په څلورم څپرکي کې یو شمېر ختیځ پوهان راځي چې  دوی په پښتو ژبه اثار لیکلي او ژباړلي چې د پښتو ژبې په بډاینه کې خیځ پوهانو هم ستر رول لوبولی دی په راتلونکو پاڼو کې به د دوی پر ادبي فعالیتو باندې خبرې وکړو.

لومړی څپرکی  : په پښتو کې د مسجع نثر پیدایښت او پایښت

د پښتو ادب په اول پړاو کې  پیربایزید روښان  په لسمه هجري پېړۍ کې د پښتو مسجع نثر  بنیاد کېښوده. د ادبپوهانو په وینا مسجع نثر اول په عربي کې پیدا شو چې د وخت په تېرېدو سره دري ژبه هم ترې اغېزمنه شوه او عربي ته سجعه له یوناني او هندي د اثارو د مطالعې له اغېز څخه داخل شوې ده (۱۵: ۱۳۵ مخ).

د بایزید د زده کړې پر مهال فارسي ژبه د هند په دربار کې رسمي ژبه وه او دواړو ژبو ( عربي او فارسي) خپل د اثراتو سیوری په پښتو ژبه هم و غورځوه، نو کله چې بایزید خپلې لیکنې پیل کړې له سجعې څخه یې کار واخیست. په همدې عصر کې پرته له بایزید څخه ځینې نورو دیني علماوو او د زده کړو خاوندانو د عربي ژبې تر اغیز لاندې راغلي دي چې نیم منظوم او قافیه وال نثرونه یې لیکلي دي.

د پیر بایزید روښان رقیب اخون درویزه په   مشهور اثر(مخزن الاسلام) کې هم سجع لېدل کېږي  د پیر روښان او اخون درویزه  ځینو پیروانو وروسته هڅه کړې ده چې یو څه د سجعې څخه ځان خلاص کړي، خو په مجموع کې د پښتو د ادب دویمې دورې لومړي پړاو کې سجعې ځای نیولی دی چې د نثر پیغام د نثر ظاهري قافیو او د کلیماتو ګلکاریو ښکار کړی او د مسجع نثر له متن څخه په مشکله لوستونکی مقصد اخلي.

پوهاند حبیبي په خپل اثر (د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی او دویم ټوک) کې لیکلي: (( پیر روښان په پښتو کې د فني نثر علم پورته کړ او دغه مخصوص مکتب یې په پښتو ادب کې بېرته کړ چې د پښتو له پخواني نثر سره ډېر تفاوت لري او د خیرالبیان د لیک ډول هغه نه دی چې پخوا سلیمان ماکو خپله تذکره پرې لیکلي وه دغه سبک تر روښان وروسته درویزه له خوا په مخزن الاسلام کې تعقیب شو او وروسته د درویزه کورنۍ او نورو لیکوالو لکه بابوجان او اخوند قاسم او حسین او نورو هم په سې تعقیب کړ)) (۳ : ۷۸۰ مخ).

په دغه پړاو کې د دیني تبلیغاتو له پاره له قافیه وال او وزن لرونکي نثر څخه ګټه اخیستل شوې  تر څو په لوستونکو ښه اغېز ولري او د  ذوق په اساس د لوستونکي پام د نثر مطلب خواته ګرځي (۱ : ۷۳ مخ).

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *