منځنی ختيځ يوه داسې ستراتيژيکه سيمه ده چې له دريو براعظمونو افريقا، اروپا او اسيا سره شريکې پولې لري او له مصر څخه نيولې تر ايران او د ترکيې له جنوبي سرحد څخه تر عرب سمندرګي پورې غځېدلې ده.
بېدياوې او دښتې يې د ښکلا سمبول ګڼل کيږي، د انرژۍ پراخو زیرمو یې جذابیت نور هم زیات کړی، ځکه پرې د نړۍ اقتصادي قوتونه مئینان دي، لرغوني تمدن يې تاريخ پوهان حېران کړي او د دريو لويو اديانو اسلام، يهوديت او عيسويت د بنسټ اصلي مرکز ګڼل کیږي.
دا سبمه د اسلام له ظهور وروسته په بنسټيز ډول بدله شوه او د تعلیم، ثبات او ښه ژوند پر ټاټوبې یاده شوه، چې تر اوسه اسلام د دې سیمې پر سياست، ټولنه، فرهنګ او ورځني ژوند ژور تاثيرات پرېښي دي.
خو د شلمې پيړۍ په لومړۍ نيمایي کې چې کله عثماني خلافت ړنګ شو، نو ډيرو تاريخ پوهانو اټکل وکړ، چې منځنی ختيځ به خپل تمدن او تاريخي ارزښت له لاسه ورکړي.
اوس اوس دا سيمه د بهرنيو او سيمه ايزو ځواکونو د نيابتي جګړې پر ډګر بدل شوې او پخوانی فرهنګي، ټولنيز او ايډيالوژيکي ښايست يې په خپل حال نه دی پاتې.
د فلسطين ستونزه، د ايران هستوي پروګرام، د سعودي ـ ايران سيالۍ، د شيعه ـ سني بيلوالی، اسرايل او د بهرنيو قوتونو ګټې اوسمهال په منځني ختيځ کې تر ټولو مهمې مسلې دي، خو د غيردولتي وسلوالو ډلو رامنځته کېدل او ترې د ځينو هېوادونو ملاتړ هغه څه دي چې دا ستونزې يې نورې هم پيچلې کړي دي.
په منځني ختيځ کې امريکا يو مهم بهرنی لوبغاړی دی، چې تل هڅه کوي د ايران او خپلو رقيبو هېوادونو پر ضد ملاتړي او ملګري پيدا کړي.
يمن، سوريه او ځيني نور عرب هېوادونه د سياست، فرقه پالنې، قوم پالنې او نژادي توپير له امله ورځ تر بلې له يو بل څخه واټن اخلي او اوسمهال په کې ګڼ شمېر خلک په يوه او بل نوم وژل کيږي، شکنجه کيږي او کډوالۍ ته اړ کيږي.
سعودي عربستان او ايران په منځني ختيځ کې مهم هېوادونه دي، تر ډيره فکر کيږي چې د دوی دواړو هېوادونو سيالۍ (چې دا مهال په سړه جګړه اوښتې ښکاري) د دې سيمې د ناامنۍ او بې کرارۍ يو لامل دی.
که څه هم د ايران او سعودي عربستان اړيکې له پخوا راهيسې سړې ښکارېدې، خو د سيکولر شاه د واک پر مهال دا اړيکې دوستانه او پر همغږۍ ولاړې وې. د دوی تر منځ تشنج هغه مهال زيات شو چې کله ايت الله خميني اسلامي انقلاب رهبري کاوه او غوښتل يې دې انقلاب ته له ايران څخه بهر هم دوام ورکړي.
خميني په همدې وخت کې پر سعوديانو هم غږ وکړ چې د شاهي نظام پر ضد پاڅون وکړي، دا هغه وخت و چې د ايران او سعودي تر منځ اړيکې يو څه پيکه شوې، له دې وروسته په (۱۹۸۷) کال کې سعودي هغه ايرانيان له خپل هېواده وشړل چې په مکه مکرمه کې يې اعتراضونه او مظاهرې پيل کړې وې. د سعودي له همدې پرېکړې سره سم خميني دې هېواد ته د دښمن نوم ورکړ.
اوسمهال دواړه هېوادونه د خپلو ګټو پر سر په نورو هېوادونو کې په سړه جګړه اوښتي دي. ايران په مصر کې د محمد مرسي رژيم حمايه کاوه، په ليبیا کې د بهرني ځواک د لاسوهنې مخالفت کوي، په بحرين کې د شيعه اقليت حقوقو غوښتنه کوي او په سوريه کې له بشاالاسد سره ولاړ دی. په ټوله کې ويلی شو چې په تېره يوه لسيزه کې ايران په عراق، يمن، بحرين، سوريه او لبنان کې خپلې ګټې تعقيب کړي دي او لا هم پرمخ روان دی.
بل لور ته بيا سعودي عربستان د محمد مرسي مخالفت کاوه، د سوريې مخالفو وسلوالو ډلو ته يې مالي، نظامي او ډپلوماتيکې مرستې ورسولي، همدارنګه په يمن، سوريه، عراق او لبنان کې خپله نيابتي جګړه تعقيبوي. په دې وروستيو کې پر يمن د سعودي عربستان بريدونو دا ښکاره کړه چې په دې هېواد کې د ايران او سعودي تر منځ کلکه نيابتي جګړه روانه ده.
کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د اټومي پروګرام پر سر د ايران او له نړيوالو قوتونو تر منځ هوکړه وشوه، نو سعودي او اسرايل يوازيني هېوادونه وو، چې مخالفت يې وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د ايران اټومي بټۍ بايد له منځه ولاړې شي. دا دواړه هېوادونه فکر کوي چې د ايران اټومي پروګرام به د منځني ختيځ ثبات له ډيرو ستونزو سره مخ کړي. خو د يادولو ده چې ايران دا مهال داسې مزايل لري چې له خپل هېواد څخه اسرايل او د منځني ختيځ هره سيمه په نښه کولی شي.
که څه هم ايران اوس هم پر ډيرو هېوادونو نفوذ لري، خو اټکل کيږي چې د اټومي وسلو پر مټ به وکولی شي چې پر عراق، سوريه، حماس، حزب الله، لبنان او يمن باندې لا ډیر نفوذ پيدا کړي.
که له يوې خوا دا دواړه هېوادونه ظاهراً د فرقه پرستۍ (شيعه ـ سني پالنې) له مخې له يو بل سره زور ازمايي کوي، خو په ورته وخت کې بيا په سیمه کې د ملګرو پيدا کولو لپاره دا ټکي له پامه هم غورځولی شي.
لکه ايران دا مهال د يو شمېر سني مذهبه وسلوالو ډلو کلک ملاتړ کوي، فلسطين چې اکثريت يې سني دي، تر شاه يې ولاړ دی، په ليبیا کې هم چې خلک يې سني دي د بهرني لاسوهنې مخالفت کوي، مرسي چې د سني دولت مشري يې کوله ايران یې پلويتوب کاوه.
بل خوا که د سعودي عربستان وضعيت ته وکتل شي، هر سُني د سعودي ملګری هم نه دی، دا مهال ګڼ شمېر سُني مذهبه خلک په سعودي کې د شاهي نظام مخالفت کوي، همدارنګه د القاعده او داعش په څېر سخت دريځي سُني ډلې سعودي د خپل دښمن په توګه پېژني.
په منځني ختيځ کې د ناکرارۍ يو بل دليل په (۲۰۰۳) کال کې پر عراق د امريکا بريد هم ګڼل کيږي، چې نه يوازې دې هېواد ته يې ګڼې بدبختۍ په ميراث پرېښودې، بلکې د داعش په څېر يوه وسلواله ډله يې هم رامنځته کړه.
د تاريخ ليکونکو له انده داعش وسلواله ډله د دريو سترو تېروتنو په اساس رامنځته شوه:
لومړی: کله چې امريکا پر عراق بريد وکړ، د عراق ټول پوځ يې ختم کړ. دې چارې نه يوازې خلک اندېښمن او بې کاره کړل، بلکې خلک يې پر سني او شعيه ډلو وويشل.
دويمه تېروتنه: د عراق صدراعظم المالکي په حکومتولۍ کې د فرقه پالنې لار ونيوه، سُني پلوه عراقيان يې له حکومت څخه لرې کړل او پر ضد يې ځواک هم وکارول شو.
دريمه تېروتنه: په عراق کې سعودي او ايران غوښتل چې خپل نفوذ زيات کړي، ايران د شيعه ډلو او سعودي د سُني ډلو هر ډول ملاتړ وکړ، څو خپل رقيبان کمزوري کړای شي.
اوس چې داعش د نړۍ تر ټولو شتمنه غير دولتي وسلواله ډله ده، په عراق، سوريه، مصر او يمن کې هر مهال بريدونه تنظيمولی شي. خو په لنډه توګه ويلی شو چې په منځني ختيځ کې د ناامنۍ ستر ګواښ داعش ډله ګڼل کيږي او دا ډله د سعودي، ايران او امريکا د غير مستقيم رول له کبله رامنځته، پياوړې او فعاله شوه.
نور بيا…..
نوټ: له بېلابېلو نړیوالو څېړنو او لیکنو څخه