تاند- منګولیا، چې له پخواني شوروي اتحاده دباندې د دغه هیواد تر ټولو نژدې او تابع هیواد و، وايي چې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره ۱۱۳ پوځیان لېږي.
منګولیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۱/ په پلازمېنه المباتور کې وویل چې دا ۱۱۳ تنه پوځیان به اتمه جوپه وي چې د افغانستان خاورې ته یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ لپاره استوي.
د منګولیا اوردین سونین ورځپاڼې د خپل هیواد د وسله وال ځواک د عامه اړیکو د مسوول تورن اینخیاګیل بتیارګیل په قول راپور ورکړ چې منګولیايي پوځیان به په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو ماموریت په غاړه لري.

منګولیا د چین او روسیې ترمنځ هیواد دی. له همدې هیواده چنګېزخان کابو ټوله اسیا ونیوله.
د منګولیا د وسله وال ځواک د عامه اړیکو مسوول وايي چې منګولیايي پوځیان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په لور روان شي او هلته به کابل ته نژدې په یوه کمپ کې ځای پر ځای شي.
د نړۍ اکثره هیوادونه غواړي چې ناټو او امریکا ته د ځان د نژدې کولو لپاره د افغانستان په ماموریت کې برخه واخلي.
د ګورجستان او مقدونیا په شان ځینې هیوادونه په دې هیله افغانستان ته ځواکونه راستولي چې بالاخره به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.
د منګولیا د وسله وال ځواک د عامه اړیکو مسوول وايي، له ۲۰۰۳ کال څخه تراوسه پورې تر ۴۵۰۰ زیاتو منګولیايي پوځیانو په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ګډون کړی او بېرته خپل هیواد ته راغلي دي.
منګولیا د کولمبیا، عراق، جنوبي کوریا، جاپان، نیوزیلنډ او پاکستان په شان د ناټو بهرنی شریک ګڼل کېږي.
ناټو په افغانستان کې خپل حربي ماموریت په ۲۰۱۴ م کال پای ته ورساوه خو لا هم شاوخوا ۱۶ زره پوځیان لري چې افغان ځواکونه روزي یا مشورې ورکوي.