پوهندوی آصف بهاند

(د اوښلنو سترگو یوه خاطره)

 …له هغې سیمې نه یې چې موږ وخوځولو، هرې خوا ته به دې چې کتل تپې وې، داسې تپې لکه لاسي چې جوړې شوې وي، دا تپې ټولې په ونو پټې وې، ما له موټر نه د تپو او د هغو له پاسه د ونو ننداره کوله. دا وخت منی و، طبعي منی، نه په زوره راوړل شوی منی.

د ونو پاڼې تر نیمايي ډیرې زیړې او نورې شنې یا نیمه شنې وې، ما ویل ګنې دا د افغانستان خلک دي چې په دوو برخو ویشل شوي دي او جګړه سره کوي؛ خو پاڼو جګړه نه؛ مینه سره کوله. باد به چې ښورولې او یو په بل سره لګیدې؛ تا به ویل چې یو بل په غیږ کې نیسي او سره ښکلوي.

په ونو کې د زیړو پاڼو شمیر ډیر وو. باد به چې لږ په زور کې شو، ژیړه پاڼه به يې له بیخه وشکوله او ښکته به یې په مځکه وغورځوله، خو شنې پاڼې به اوښتې را اوښتې، لکه اتڼ چې کوي.

ما ته بیا د افغانستان مظلوم ژیړ رنګي خلک را په یاد شول چې جګړه، لوږه او ویر يې څنګه ډیر ژر له پښوغورځوي او بیا تورو خاورو ته لیږدول کیږي، مګر واکداران، شتمن او ټوپکوالا اتڼ کوي…

او په پای کې موږ یو بل کلي ته ورسیدو، هلته هم تپه وه… دا د برید پر کرښه پروت یو کلی و، د یوې ښکلې تپې په ښکتنۍ برخه کې جوړ شوی کلی. په کومه کوټه کې چې موږ د انتظار شیبې تیرولې، د بندیخانې په څیر پنجرې درلودې، د پنجرو نه لږ وړاندې د خلکو کورونه ښکاریدل، دا تپه هم په ونو پوښلې وه او د ونو پاڼې ټولې ژیړې شوې وې.

دا مهال هم مازدیګر و، هو یو بل مازدیگر. ژیړی لمر د ژیړو پاڼو پر ښکلا یوه بله اضافه وه. زړه مې غوښتل چې آزاد مارغه شم، د تپې ونو ته ور والوزم، د زیړو پاڼوسره یو وارکینم، د ستړي زړه کیسه ور ته تیره کړم خو…

هیڅ چا بل چا سره کار نه درلود، حتی هغه څاروي چې زموږ له نظره دښمنان وو، هغوی هم یو بل ته څه نه ویل. د تپې د ونوله منځ نه یو کنډک غرڅې مخ په ښکته را روانې وې. زموږ د  انتظار له خونې نه لږ وړاندې یوه ښکلې ماڼۍ ولاړه وه، یو لیوه ډولی غټ سپی له ماڼۍ نه ګرد چاپیره ګرځیده، ما فکر وکړ چې سپی به اوس غرڅو ته غاپي او حمله به ور باندې کوي، کتل مې چې غرڅې په نخرو او کرشمو را ښکته شوې، د سپي له څنګه تیرې شوې او…

د دې صحنې په لیدلو سره سړي داسې انګیرله چې سپی او غرڅې له پخوا نه سره دوستان وو. زما په زړه کې په ډیره نا امیدۍ تیر شول چې د دوی حتی څاروي چې په څلورې روان دي، هم تفاهم او پوهاوي ته رسیدلي دي او خپلمنځي ستونزې نه لري؛ خو زموږ د وطن ځينې انسانان چې په دوو پښو روان دي او ځان ته اشرف المخلوقات هم وايي، خو بیا له داړونکو څارویو نه لا زیات د نورو د وینو تویولو شوقیان او تږي دي اوهره شیبه یو د بل مرګ ته چمتو او لاس په ماشه دي.

چیرې موږ، چیرې څاروي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *