ادم غبرګ لاسونه ملا ته نیولي وو، پر مځکه پرتو پاڼو ته ځیر و. سیوری یې ترسترګو شو. د عینکو شاته یې سترګې ورپولې. جولیا یې مخې ته ولاړه وه، خندل یې.
سړي لاسونه پرانیستل. جولیا سر وخوځاوه. ده یې مټ کلک کړ:
-چرته روانه یې؟
-په دې مني کې د چا زړه په تنګ شي
-شپږم دې په یاد دی چې تختې ته پورته کیدې ما پښه درته کیښوده.
له خندا سره د جولیا سترګې ګونځې ګونځې شوې:
-ته ښه یې ډيرې پخوانۍ کیسې دې داسې په یاد دي، زما هیرې وي چې ته یې وکړې بیا راپه زړه شي
ادم د سړک غاړې ته پر اوږدې چوکۍ کښیناست. جولیا د چوکۍ له بل سره د ونې پاڼه لرې کړه، د ادم څنګ ته ودریده. ادم ورته وویل:
-د میرمنې مې اوس هم نه خوښیږې
جولیا شونډې بوڅې کړې:
-زما هم بده ایسي
ادم د جولایا پښه وخوځوله:
-کیښنه
دې د هغه لاس پورې واهه. ادم یې ورون ورټنګ کړ. جولیا لږ شاته شوه:
-څه کوې؟
ادم ونو ته وکتل. دې بیا وپوښت:
– ولې غلی شوې؟
-منی شو
د جولیا لمن شمال ته ورپیده، دې لمن سره راټوله کړه، ادم له لاسه کش کړه. ښځه نژدې پرتلې وه خو ځان یې تکیه کړ. ادم وخندل. دې تندی تریو کړ، اوچت ګام یې واخیست، کږه وږه شوه. ادم چشمې پر سترګو سمې کړې، پسې ویې کتل، باد ته د سړک د دواړو غاړو له ونو پاڼې ورژیدې، لکه په لړه کې چې څوک تری تم شي، همداسې په سیخه کوڅه کې جولیا د ادم له سترګو پناه شوه.
پراګ، ۲۰۱۷-۱۲-۲۳
خوند یې وکړ. خیر یوسې .