له کوره راووت. اوسپنیزه دروازه یې پورې وهله ګړز یې شو. پټو یې پر اوږې سم کړ. له ځان سره وبڼیده:
« ترکیې ته به رسیدلی وي»
د سړي پل په واوره کې پټ شو. پښې یې ودربولې چې کلوشې يې پاکې شي. پر سپینه واوره یې د کارغه بڼکه ولیده. بڼکه یې راپورته کړه. وړاندې نورې بڼې وې. د بڼکې بیخ یې وڅرخاوه:
« له اوبو به تیر شوی وي»
بڼکه یې په زوره لرې واچوله خو لنډه یې له پښو سره ولویده. لاسونه یې په پټو کې پټ کړل. د کارغه د منګولو نښو ته یې په واوره کې ورپام شو. ورسره څنګ ته په واوره کې د پیشو د ګامونو خاپې ښکاریدل.
له خاپونو سره روان شو:
« کارغه به څرنګه پیشو خوړلی وي؟»
یخ یې وشو. بیرته راوګرځیده. د کور ور چې یې پرانیسته. له ځان سره یې وویل:
« اخ که د بریالي حال چا راوړی وي»
ژر ژر په کوټو ورننوت. میرمنې یې ورته وویل:
« خیریت دی څه خبره ده؟»
« څوک راغلي وو؟»
« په دې واوره کې به څوک راتلل؟!»
پټو یې پر سر راکش کړ. د پیشو میو شو. چیغه یې کړه:
پشي پشي….
پای