یو پینځه اتیا کلن سړي دخپل پنځه څلوېیښت کلن زوی سره، چې لوړې زده کړي یې هم درلودې د یوې ونې او یوې پنجرې سره ناست و، چې ناڅاپه یوه مرغۍد پنجرې ترڅنګه کیناسته .

پلار د خپل زوی وپوښتل:

هغه څه دي؟

زوی یې ځواب ورکړ: مرغۍ

څو دقیقې وروسته یې ترې بیا وپوښتل:

هغه څه دي؟

او زوی ځواب ورکړ: مرغۍ

څو دقیقې وروسته یې بیا ترې وپوښتل:

هغه څه دي؟

زوی وویل: خو درته مې وویل:

 یو ډول مرغۍ ده.

د یو څه چوپتیا وروسته بوډا سړي د څلورم ځل لپاره وپوښتل:

هغه څه دي؟

زوی یې په قهر وویل:

مرغۍ ده مرغۍ.

پلار یې خپلې خونې ته لاړ او دخاطراتو څو پاڼې یې را واړولې، یوه پاڼه یې د خپل زوی مخ ته پرانیسته او زوی ته یې وویل چې هغه باید ولولي.

(( نن مې کوچنی زوی درې کلن دی او دیوې وني تر څنګ ناست دی.

 مرغۍ  د پنجرې ترڅنګ کیناسته  او زوی مې درویشت  ځلې زما څخه د هغه دنوم پوښتنه وکړه او ما هغه ته درویشت ځلې په ډیره مینه ځواب ورکړ ، مرغۍ، مرغۍ، مرغۍ  !))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *