ژباړه: آغاملوک سهار
جک ما (د علی بابا د شرکت مشر او چینایې میلیاردر) وایې: خپلو زامنو ته مې ویلي چې اصلاُ اړتیا نسته چې په ټولګي کې دې له لومړی درې زده کوونکو څخه یاست چې متوسط یاست دا به ډیر ښه وي، هغومره چې نومرې مو ډیرې کمې نه وي.
دا ډول خلګ د نورو مهمو مهارتونو د زده کولو لپاره وخت لري.

په لیسه کې زما د نومرو اوسط سلنه ۹۸.۲ وه، د ممتاز زده کوونکي په نوم فارغ شوم ولی نتیجه یې څه سوه؟
یو زده کوونکی چې تل په کورنۍ دنده به اخته وم، په هغو کلونو کې مې ډیرې پیسې، اوږده ساعتونه په جغرافیه، تاریخ، د شاعرانو په ژوندلیکونو، جیولوجي، کیمیا او دې ته ورته مضمونونو په ویلو تیر کړل او یاد مې کړل خو نن ۷۰٪ هغه څه مې له یاده وتلي.
د ښوونځي سیستم ستاسو مغز په یو عالم تبلیغاتو، تحریفونو او د تاریخ په اړه په لویو درواغو ډکوي.
کاش یو منځنی زده کوونکی وای، چې فیصدي مي د ۷۰ په شاوخوا کې واي،او په هغه ارزښتمنو ساعتونو کې او ډیرو پیسو مې د کارآفریني، رهبرې، انساني سلوک، د وینا کولو هنر،پروګرامینګ، بازارموندنه او پیر پلور زده کړي واي.
تاسو د هوښیارتیا، د یو بزنس د پیلولو او د مالی استقالال لپاره ښوونځي او پوهنتون ته اړتیا نلري، تاسو په خپل ځان باور، یو ۷ کلن لیدلوري چې په راتللونکي اووه کاله کې څه غواړي، او کومو موخو ته به ورسیږي، او عملي کار ته اړتیا لري.