1: کله چې ته نشې کولای د خپلې ورځې په حدودو کې ژوند وکړې، نو ذهن به دې کډوډ او کارونه به دې تیت او پرک شي.
2: تیر هیر کړه چې له ماضي سره زړه تړل لېونتوب دی.
3: له مستقبل سره هم زړه مه تړه، ځکه چې هغه لا راغلی نه دی.
4: له نیوکو څخه مه ویریږه، ځکه نیوکې ستا ارزښت خوندي ساتي
5: په الله تعالی ایمان لره او نیکې کړنې کوه، چې همدا سپېڅلی ژوند دی.
6: د الله تعالی ذکر وکړه، چې په همدې سره زړه ته ډاډ رسیږي.
7: هر څه ته د قضا او قدر له نظره ګوره.
8: له چا څخه د مننې انتظار مه کوه.
9: د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړه.
:10 هغه څه چې ستا په واک دي ته په هغې سره له ډېرو څخه غوره یې.
12 : چې څه په واک دي، ته په هغې سره له ډېرو څخه غوره یې.
13 : په نعمتونو کې فکر وکړه او شکر وباسه.
14: شېبه په شېبه د خوښۍ احساس کوه.
15: د مصیبتونو په وخت کې دعا منل کیږي.
16: مصیبتونو د سترګو ملهم او د زړه قوت دی.
17: له تنګسې سره اسانتیا ملګرې وي.
18: د ځان په اړه ناوړه قضاوت مه کوه.
19: ستا رب د پراخه بښنې څښتن دی.
20: له غوسې ډډه وکړه.
21: ژوند، ډوډۍ، اوبه او سیوری دی، نو فکرمه کوه.
22: ستا رزق له اسمان څخه دی.
23: اسمان چې څومره غوریږي، هغومره نه وریږي.
24: له نورو غمځپلو څخه عبرت واخله.
25: الله تعالی ته محبوب او ګران بنده په مصیبت اخته کیږي.
26: د غمونو د له منځه وړلو دعاګانې تکرار کړه.
27: ګټور عمل وکړه او له وزګارتوب څخه ډډه وکړه.
28: تا ویلي ما ویلي پریږده.
29: له چا څخه د غچ اخیستنې په لټه کې مه اوسه.
30: ستا مصیبت ستا د ګناهونو کفاره ده.
له لاتخزن څخه
++++++++++
سلامونه احمدشاه خوست
مننه دیر په زړه پوری د نورو ښه مطلب په طمه.
Masha allah der khaista malomat de ragama kari woo Ahmad shah worora sta da la barialitoob pa hela manana