د نوښت ادبي بهیر څلورمه نوبتي غوڼده یواځې شعر شاعرۍ ته نه وه ځانګړې شوې په پیل کې د یادې غوڼدې ویاند احسان الله شهیدمل عمري د ټولو ګډونوالو په استازيتوب د نوښت ادبي بهیرفعال غړي ډاکترمحمد سالم اصغرخیل ته د میدان وردګو ولایت عامې روغتیا د ریس په توګه د دندې مبارکې وویله او په چارو کې یې ورته د لابریالیتوب غوښتنه وکړه.
ورپسې د نجی الله سمون لخوا د/ نوښت ادبي بهیرد دریمې غونډې راپور ولوستل شو چې ځینې ګډونوالو پرې بیلا بیل نظرونه هم وړاندې کړل حبیب وقار وویل: (( هرڅه یو هنر ته اړتیا لري په راپو رکې باید یو هنر موجود وي، د پخواني سبک پرځای نوی سبک وکارول شي، مهم ټکې پکې راوخیستل شي))
د دې ترڅنګ ښاغلي وقار د سمون په راپور ځکه نیوکه ونیوله چې د ده په وینا د کرکتنې برخه یې ګډوډه وه د نومړي په وینا که په راپورکې مستقیم نقل قولونه په دوو قوسونو کې ونیول شي او په منظم ډول تړاو ورکړل شي نو راپور به مستنده بڼه خپله کړي، هغه زیاته کړه: ((که راپور ته یو جالب عنوان وټاکل شي لوستونکي اړکیږي چې لیکنه ترپایه یا نیمایي پورې ولولي)) د فرید احمد عبیدي په وینا په راپور کې د شخص بشپړ نوم ذکر کول اړین دي یواځې تخلص بسنه نه کوي، ذبیح الله طاهرزي وویل: ((د سمون راپور په ژورنالیستسکه ژبه لیکلی شوی وو خو اوس هڅه کیږي چې ټول ژورنالیستک راپورونه په ادبي ژبه ولیکل شي)) همداراز مجیب الرحمن محمودي وویل: (( د راپور طرز او شکل ته د تغیر ورکړل شي په بیلا بیلو بڼو د ولیکل شي))
د غونډې په دوهمه برخه کې دا چې کرکتنې ته شفیق جوهرد لنډې کیسې وړاندې کولو تیاری نیولې وه خو دوخت دکمښت له امله یې خپل نوبت ؛ نو د اراوپوهنې تکړه استاد شراف الدین عظیمي چې د نوښت ادبې بهیر د څلورمې ناستې ځانګړی میلمه وو، د خپلو تازه لس ټوکه چاپ شوو کتابونو په اړه ګډونوالو ته بشپړاوهراړخیزمعلومات وړاندې کړل نومړي وویل: ((یاد کتابونه چې په پښتو او دري ژبو لیکل شوي د ټولنې د هر قشر لپاره مهم او اغیزمن دي، ډیر کوچیني دي خو ډیر پیاوړي دي)) سربیره پردې ښاغلي عظیمي د دغه کتابونو څخه په یو څو عنوانو ناستو ګډونوالو ته رڼا هم واچوله د مثال په توګه : مه وایه چې یواځې یو ووایه الله تل له مونږ سره دی، مه وایه چې د شیطان غوږونه د کاڼه وي ووایه چې هرڅه د الله په واک کې دي ، مه وایه چې ځواني لاړه ووایه چې د ژوند هره مرحله ځانته خوند لري، د نومړي تر خبرو ورسته د بهیر ځینو ګډونوالو پوښتنې هم مطرح کړې چې د استاد عظیمي لخوا وورته ځوابونه وویل شول استاد عظیمي په راتلونکي کې د نوښت ادبي بهیر له ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې یوه ورځ به دوی ته د اروپوهنې په اړه معلومات وړاندې کوي او پوښتنو ته به یې ځواوبونه هم وایي.
د غونډې بله برخه مشاعره وه چې پکې لسګونو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل ترمشاعرې وروسته د نوښت ادبې بهیر فعال غړي نجی الله سمون د راتلونکو غونډو د لا ښه تنطیم او ډیسپلین لپاره د یوې کمېټې غوښتنه هم وکړه. او په خپله دعا سره یي غوڼده پای ته ورسوله.
هیره د نه وي چې د نوښت ادبي بهیر یاده څلورمه ناسته د ۱۳۹۵ ه ش کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د تیر په څیر د کابل ښار اړوند سپین کلي سیمې ترڅیرمه د احمد غیرت په خصوصي ښوونځي کې د ماسپښین له دونیمو دمازدیګر تر پنځو بجو ترتیب شوې وه ، چې د یادې غونډې د مشر نسیم رسا او ورسره راغلو میلمنو حامد مایار فواد فولاد سربیره پکې ګڼ شمیر لیکوالانو شاعرانو او د ادب مینوالو برخه اخیستې وه.
راپور جوړونکی: صبغت الله سجاد