په غوسه یې ورته وویل، پیاله دې بیا تر سره ډکه کړه، سل ځله مې درته ویل، چې دې د زاړه ماشوم ته نیمه پیاله ډکوه، ایا ستا په وس پوره ده، چې هر ورځ یې ورته کالي بدل کړې. مېرمنې یې خبره ور غبرګه کړه سړیه، له کله نه دې، چې مور مړه شوې ده، یوه ورځ مې هم سمه نه ده تېره شوې، بل کار نه لرم ایله د ده خدمت وکړم. سپین ږيري غږ نه کاو، له سترګو یې مړې مړې اوښکې روانې وې، په لړزېدولو لاسونو یې د چایو پیاله ور پورته کړه، تر څو به یې، چې خولې ته رسوله نیم چای به یې په لمن کې را تویې شو. مخامخ یې ورته څلورکلن لمسی ناست و، د فلم دغه صحنه یې په پوره غور سره لیدله، که څه هم، چې د ماشوم یې پر بابا زیات زړه سوځېدو، خو د پلار له ډاره به یې غږ نه شوای کولای. د دروازې د زنګ غږ واورېدل شو، سړي په غوسه وویل، ته دې ته وګوره، دا یوه د جمعې ورځ لرو، په دې کې بیا له مېلمنو څخه نه خلاصېږو، زوی ته یې وویل، جواده زویه ته ورشه، لومړی د دروازې له سوري ور وګوره، چې څوک دي؟ زوی یې بېرته په منډه راغی، پلاره دوه کسان دي، له موټره ښکته شوي او د دروازې مخې ته ولاړ دي. میرګل د چایو پایله د مېز پر سر کېښوده، او په بېړه ولاړ شو، دروازه یې خلاصه کړه، دې فتر دوه ملګري یې راغلي و، قیوم په کړس وخندل یاره مېرګله ډېر وبښه، چې له کاره مو نه وې ایستلی، زه او فواد، دلته یوه واده ته راغلي و، ورته ویل مې راځه هسې هم د جمعې ورځ ده، هم به د مېرګل پوښتنه وکړو او هم به پرې یو شین چای وڅښو، ډوډۍ خو موهسې هم ښه غوړه خوړلې ده، مېرګل مصنوعي خندا وکړه، څمره ښه کار مو کړی، تاسو صبر، چې زه د حجرې ور خلاص کړم. مېر ګل په منډه کوټې ته راننوت، زر کوه ښځې، ملګري مې دي، ښه سم، چای تیار کړه، خو پام کوه، چې دا بوډا هلته را ونه لېږې، چې د ملګرو په مخ کې به مې ابرو یوسي، سپین ږېري یې په لړزېدلو لاسونو خپله امسا او پټو ور پورته کړل، غوښتل یې، چې د جمعې لمانځه ته ولاړ شي. نږور یې وویل، ولاړ شه اودس به هم په جومات کې وکړې، زه هسې هم د مېلمنو لپاره چای تیاروم، سپین ږیري، غږ ونه وکړ، او پټه خوله له کوره ووت، د دروازې په مخ کې یې سپین موټر ته ښکته او پورته وکتل او بیا د جومات پر خوا روان شو. مېرګل د چایو له پتنوس سره کوټې ته را ننوت، غږ یې وکړ، څه شوې ښځې، واخله دا لوښي پرېمنځه، هو ريښتیا، د شپې لپاره څه پخوې؟ مېرمنې یې وویل، د غرمې د ډوډۍ دې لا تر اوسه دوه ساعته نه دي وتلي بیا د بېګا غم در سره پیداشو یو څه به پاخه کړو، میرګل ورته وویل، زه خو وایم، چې هسې هم هوا سړه ده، داسې ښه ترېخ آش به دې پوخ کړی و، چې لږ ور باندې ګرم شوي وای. د شپې برېښنا تله او راتله، پلار یې هم د بخارۍ څنګ ته غلی ناست و، لمسي به یې کله کله یوه پوښتنه ترې وکړه، خو بابا به یې سم نه شوای اورېدلی، پلار یې غږ پرې وکړ، جواده درته مې نه وو ویلي، چې دا بوډا مه غږوه. دی خوهسې هم نه اوري، زموږ غوږونه دې را کاڼه کړل څه ژرنده خو نه ده! مېرمنې یې غږ وکړ، راځئ، ډوډۍ مې پر مېز تیاره کړې ده، چې سړه به شي، سپین ږیری، چې پر مېز باندې له ډوډۍ خوړلو سره عادت نه و او خوند یې نه ور کاو، زړه نا زړه له خپله ځایه پورته شو. د مېز پر سره د هر سړي لپار، په ځانګړو کاسو کې آش اچول شوی و، سپین ږیري به په ډېره سختۍ سره یوه نیمه قاشوقه، آش تر خپلې خولې پورې رساو او نیم نور به یې په ګلالۍ اوږده سپینه ږېره کې بند شو، زوی به یې، چې دا حال ولید، نو له غوسې به تور او شین کېدو، په ټیټ غږ به یې وویل، چې سړی دې عمر ته رسېدلی هسې خدای اخیستی، دی خو هسې شی دی، زموږ یې زړه را خوړین کړ. سپین ږیري د دې لپاره، چې یوڅه یې خولې ته ورشي د آشو کوچنۍ کاسه خولې ته ور پورته کړه، خو له دویمې قاشوقې ورسته یې نور په لاسو کې د نیولو توان نه و، ښیښیي کاسه پر مېز را ولوېده او په منځ دوه ځایه شوه، مېر ګل، چېغه پرې وکړه، چې خوړلی یې نه شې نو بیا یې ولې خورې، سپین ږیري غږ نه کاو، لمسي (لاس پاک) را واخیست او د خپل بابا ږېره او ګریوان یې ور پاک کړل وې ویل، بابا جانه پام، چې په پښو کې دې ښیښې ولاړې نه شي. مېرګل له ځانه سره وویل، چې دایې څو وم ځل دی، چې کاسه یې ماته کړه، ښه به دا وي، چې له دې وروسته ورته د کوټې په کونج کې په ځانګړي، د سترخوان ډوډۍ ورکړو، دا بوډا د دې مېز لیاقت نه لري. سبا ماښام یې له نورې سودا سره په لاس کې یوه کوچنۍ لرګینه کاسه را نیولې وه، او مېرمنې ته یې وویل، بوډا ته به له دې وروسته، په دې کاسه او هغه کونج کې ډوډۍ ورکوې. ماشوم دا هر څه په خپلو سترګو لیدل، په دې منځ کې یوه اونۍ تېره شوه، د راتلونکې جمعې په ورځ ماشوم نه ښکارېدو، مېرګل یې له مېرمنې پوښتنه وکړه، فواد نه ښکارې، مېرمنه یې، چې په پخلنځي کې د دېګ په پخولو بوخته وه، ور غبرګه کړه، نه پوهېږم، بېرون به لمر ته چیرته ناست وي، پلار یې بېرون ته راووت، ماشوم یې خپله شا لمر ته اړولې وه، پلار یې نېږدې ورغی، له ماشوم سره یې په لاسه کې د لرګیو ټوټې او د پخلنځي چاړه ولیدل، پلار یې وپوښتل، فواده زویه، په دې شیانو څه کوي، فواد سر را پورته کړ، پلاره له دې څخه، د لرګي کاسه جوړوم. پلار یې په حیرانۍ پوښتنه وکړه، په لرګینې کاسې څه کوې زویه! بابا ته خو مې دې هسې هم د لرګیو کاسه را وړې ده هماغه یوه یې بس ده. فواد وویل کله، چې ته او مور مې زاړه شوی په دې که به ډوډۍ درکوم! له دې خبرې سره د مېرګل په سترګو کې اوښکې را تاو شوې، په منډه یې د پلار، خونې ته ورغلو او ځان یې په پښو کې ور وغور ځاو، له پلاره یې د خپلو ټولو هغه ناوړه کارونو په اړه بښنه وغوښته، چې د ده پر وړاندې یې کړي و، پلار یې د خپل زوی پر سر لاس را کش کړ، خیر دی زویه، زه هسې هم اوس زوړ شوی یم، هیله مې دا ده، چې تاسو خوشاله اوسئ. له هغې وروسته یې مېرګل او مېرمن د خپل بوډا پلار بې کچې خدمت کاو، داسې، چې سپین ږيري ته به یې ان ډوډۍ په خپلو لاسونو په خوله کې ورکوله.
مه کوه په چا چې وبه شي په تا.
د ماشوم نوم جواد دی که فواد
زما په اند جواد وو خو غلتي ترې شوې.