موبایل

تاند- که په کور کې بټوه هېره کړې، ممکن له نیمې لارې ورستون شې چې راوایې خلې، ځکه بې پیسو سفر خو داسې دی لکه بې وسلې سړی چې جنګ ته روان وي. که د کمزوري نظر له څښتنه عینکې په کور پاتې وي، مجبور دی چې پسې ورشي. نن سبا موبابل هم تقریبا دغسې درواخله! موبایل د حمل په څوارلسمه نېټه چې د اپرېل دریمه وه، څلوېښت کلن شو. په اوسنۍ دنیا کې اووه میلیاده کسان ژوند کوي او شپږ میلیارده موبایلونه فعال دي.

یوه وسیله چې درې څلوېښت کاله پخوا صرف د یوه سړي په ذهن کې ګرځېده اوس د هر انسان د ژوند په ضروري جز بدله شوې ده. څلوېښت کاله پخوا یعنې په ۱۹۷۳ کال کې په نیویارک کې د موتورولا کمپنۍ یوه انجنیر مارتین کوپر یو شی جوړ کړ چې لومړنی موبایل یې بولو. لومړني موبایل یو کیلو وزن درلود، په بیټرۍ چلېده او د بیټرۍ چارج یې په شل دقیقو کې ختمېده. موبایل ته شل کاله نور وخت پکار و چې عامو وګړیو ورڅخه استفاده کړې وای. مانا دا چې اول باید ارزانه شوی او بیا لږ کوچینی شوی وای چې خلک یې ورسره وګرځولای شي.

د لومړني موبایل له زوکړې لس کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۳ کې په امریکا کې موتورولا کمپنۍ د خرڅلاو لومړني موبایلونه جوړ کړل چې درې زره نهه سوه پنځه نوي ډالره یې بیه وه چې د نن سبا کابو لس زره ډالره ورنه جوړېږي.
اول خو دومره ډېرې پیسې له ډېرو شتمنو پرته بل چا نه لرلې . بله دا چې هغه موبایلونه غټ و. لکه خښته چې ګرځوې. نو د خښتې د ګرځولو حوصله خو له هر چا سره نه وه!

شپږ کاله وروسته د موبایلونو سایز وړه کی شو خو بیه یې بیا هم خورا زیاته وه. په ۱۹۸۹ کې د یوه موبایل بیه دوه زره څلور سوه پنځه نوي ډالره وه او لا بده دا چې د غږېدلو قیمت یې خورا لوړ و.

خو له دغسې مشکلاتو سره سره موبایل ورو ورو زموږ ژوند ته لاره وکړه او عام شو. موبایل په دې دلیل نه شو عام چې خامخا ورته ډېر ضرورت و، بلکې په دې وجه عام شو چې زموږ د ازادۍ او فردیت نخښه ده. تلفون خو که ستا وي، ستا په کور کې به وي یا به ستا په دفتر کې وي، مګر موبایل دې د هر ځای او هر وخت ملګری دی اوکه غواړې چې خبرې دې هیڅوک وانه وري، نو له کوټې د باندې وتلای شې.

GPS - Mobile
کله چې د موبایل له لارې د مسیجونو لیکل پیل شول، دې وسیلې لا زیاته ازادي راوبخښله، ځکه نور نو ضرور نه ده چې د خاصو خبرو لپاره له شاوخوا ناستو کسانو بېل شو، بلکې د نورو په خوا کې به ناست یو او خپل پیغامونه به استوو.
کله چې موبایل د عکسونو په اخیستلو شروع وکړه، موږ ته د هرې شیبې د عکس اخیستل او بې له دې چې عکاسخانې ته ورشو، د عکس برابرول آسانه شول. البته موبایل د نورو له خوا زموږ د عکس اخیستل او زموږ د خبرو ثبتېدل هم اسانه کړي دي چې کله نا کله مشکل پیدا کولای شي او موږ اوس مجبور یو چې په خپلو خبرو او حرکاتو کې تر پخوا ډېر احتیاط وکړو.

کله چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې بازار ته آی فون راووت، له انټرنیټ سره د موبایل په ارتباط کې خورا اسانی راغی او موبایل اوس زموږ لپاره د معلوماتو د تر لاسه کولو په ذریعې هم بدل شوی دی.

نننی موبایل، هم ویدیو کامره ده، هم عادي کامره، هم د لارې لارښود، هم له انترنت څخه د کمپیوټر پر ځای د کار اخیستلو وسیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *