تاند- د افغانستان په شمول په ډېرو اسلامي هیوادونو کې چې ښځې او نارینه په ټولنه کې له یو بل سره زیات اېل وغېل نه دي، ممکن موبایل ټېلفون د اړیکو د ټینګولو ښه وسیله وي خو په امریکا کې موبایل ټېلفون د نارینه او ښځې ترمنځ د اړیکو د ټینګولو وسیله نه، بلکې د اړیکو د ختمولو وسیله ده.

په امریکا کې له یوې نظرپوښتنې سره سم موبایل ټېلفون د نورو ټکنالوژیو په شان په ژوندانه کې د اسانتیا د رامنځته کولو ترڅنګ د اړیکو په پرې کولو کې هم لوی رول لوبولی دی.

په متحدو ایالتونو کې د هلک او نجلۍ یا ښځې او خاوند په سلو کې ۵۶ اړیکې د ایس ایم ایس یا د ایمیل په وسیله ختمې شوي دي.

له سروې سره سم په سلو کې ۲۵ امریکایان د اړیکو د ختمولو لپاره له ایس ایم ایسه کار اخلي،۲۰ فیصدو له ټولنیزو شبکو لکه ټویټر او فیسبوکه کار اخیستی او ۱۱ نورو د اړیکو د پرې کولو اعلان د برېښنا لیک له لارې کړی دی.

څو کاله مخکې په سعودي عربستان کې د ایس ایم ایس له لارې طلاق د محکمې له لوري تایید شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *