تاند- د موبایل ټېلفون د رادېشن یا تشعشاتو او د هغه د ضرورونو په اړه له ډېر وخت راهیسي خبرې کېږي خو اوس څېړونکي د یوې تازه څېړنې پر اساس وايي چې نارینه باید د پتلون په جېبونو کې موبایل ټېلفون کښېنږدي.
څېړنه وايي، د نارینه تناسلي الې ته نژدې د ډېر وخت لپاره او پر له پسې د موبایل ټېلفون اېښودل د نارینه سپرم کموي او یا یې زیانمنوي.
تر دې مخکې څېړونکو د کمیس په هغه جېب کې، چې د زړه پر سر وي، او دغه راز د شپې په مخه سر ته نژدې د موبایل ټېلفون د اېښودو په وړاندې خبرداري ورکړي وو.