ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله مو چې پوښتنه په ذهن کې پیدا کېږي او د ځوابولو لپاره یې فکر کوئ، په نا خود اګاه ډول مو د نوښت ځواک را ویښېږي، د کیفیت په اړه یې فکر مه کوئ، یوازې کمیت ته یې وګورئ. په لومړي ځل مو چې هر ډول نظريه ذهن ته درغله، پر کاغذ یې ولیکئ او وروسته یې ورته په بدل کې د هغه مخالفه نظریه ولیکئ، وروسته دواړه سره پرتله کړئ، ان کولی شئ ځیني وخت یو خندوونکی شی هم ولیکئ، ځکه دغه څه ستاسو د نوښت ځواک قوي کوي. ستاسو یوازېنۍ دنده دا ده چې د خپلې پوښتنې لپاره شل ځوابونه پیدا کړئ.
اړینه نه ده چې پوښتنې په پرله پسې ډول ولیکئ، کېدای شي لسم ځواب مو د پاڼې سر ته انتقال کړئ، ځکه په نا خود اګاه ډول ستاسو ذهن دغه پرېکړه کړې ده او کېدای شي برخلیک ټاکونکی ځواب همدغه وي.
د بېړنیو عملیاتو ترسره کول
کله مو چې د خپلې پوښتې لپاره شل ځوابونه پیدا کړل، له ډلې یې هغه وټاکئ چې غواړئ ژر تر ژره یې ترسره کړئ. دغه څه مو د نوښت په را ويښېدو کې مرسته کوي. که تاسو دغه تمرین له نورو کارونو مخکې سهار وختي ترسره کړئ، وبه ګورئ چې د ورځې په اوږدو کې څومره نوښتونه کوئ.د انرژۍ
په سرچینه پسې وګرځئ
کېدای شي هغه چاپېریال چې تاسو په کې ژوند کوئ، چندان انګېزه بښونکی نه وي، خو بې له شکه داسې کسان او وسایل شته چې تاسو ته انګېزه درکړي. الهام بښونکي کتابونه، او تکړه لیکوال ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اسکار» وګورئ چې په هغو کې لویو لویو کسانو ته جایزې ورکول کېږي.
که موخه لرونکي او خلاق و اوسئ، لرې نه ده چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو پر مشهور کس بدل شئ. د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شئ. هڅه وکړئ ځان داسې ځای ته ورسوئ چې لایق یې یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *