Clear strategy and solutions for business leadership symbol with a straight path to success as a journey choosing the right strategic path for business with blank yellow traffic signs cutting through a maze of tangled roads and highways.

هغه څه ته چې غواړو یې، که ځان ونه شو رسولی، بله لار هم شته؟

یو څه په یاد ولرئ چې تل موخو ته د رسېدو لپاره نورې لارې هم شتون لري. که تاسو فکر کوئ چې د یوه کار ترسره کولو لپاره همدا یوه لاره ده، نو تېروتنه به مو کړې وي.

فکر وکړئ د خپل شرکت لپاره مو یو با استعداد او په لوړه تنخوا مشاور استخدام کړی، څو شرکت مو لا پراختیا وکړي، مشاور له تاسو څخه ځینې پوښتنې کوي. هغه له تاسو څخه پوښتي چې اوس مهال کوم کارونه او په څه ډول ترسره کوئ؟ ایا موخې ته د رسېدو لپاره پرته له دې لارې کومه بله لاره هم شته؟ هغه له تاسو څخه پوښتي، هغه موخې مو روښانه کړئ چې د ټول شرکت او یا هم د کمپنۍ د ځینو برخو لپاره مو ټاکلې دي؛ ځکه دغه ډول پوښتنې کولی شي ستاسو د کمپنۍ د لار پراختیا لپاره مهمې وي. هڅه وکړئ د ځان لپاره خپله مشاور شئ، له ځان څخه خپلې پوښتنې په سړه سینه او پرته له کوم تعصب څخه مطرح کړئ له هغه وروسته ورته د حل مناسبې لارې ولټوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *