ژباړه محمداکبر حقمل
د دیني علومو یوه زده کوونکي «امت فاکس» ویلي: په ژوند کې ستاسو اصلي کار او دنده دا ده، چې له څه څخه غواړئ خوند واخلئ باید ترېغ ترې ونه کړئ یعنې په خپله خوښه د خپلې خوښې وړ څیزونو څخه خوند واخلئ. ستاسو فکر یا تمرکز باید د بارونو د موندلو په موخه وي، چې هم د بریالیتوب ستر اړخ یا لوری لري یعنې بریالي کوي مو او هم مو په ژوند کې نورې هیلې هم منځ ته راځي تر څو ټولو هیلو، بریالیتوبونو او موخو ته مو ځان ورسوئ. تاسو باید له خپلو باورنو سره د مبارزې په کولو سره ځان له بدو محدودیتونو څخه وباسئ او محدودیتونه مو هېر کړئ تر څو بریا ته د رسېدو خنډ مو نه شي. د نوو او ژوند جوړوونکو باورونو د پیاوړي کولو په موخه باید له علم او وړتیاوو څخه په خپل کار کې ګټه واخلئ تر څو موخو ته مو ورسوي. تاسو کولای شئ په ټولو زمینو یا چانسونو کې د بې ساري او لویو موخو په جوړولو سره او په ژوند کې د نوو او مثبتو باورونو په روزلو سره چټکتوب ترلاسه کړئ او ځان خپلو موخو ته ژر ورسوئ. ددې کار په کولو سره له تاسو څخه به هغه کسان جوړ شي کوم، چې تاسو غواړئ. د نوو باورونو د روزلو په موخه لاس په کار شئ هغه کړنې ترسره کړئ، چې له خپلو باورونو سره مو همغږې وي. داسې رفتار یا چلند وکړئ، چې همدا اوس د دا ډول کړنو وړتیاوې او استعدادونه ولرئ. هغه ډول رفتارونه غوره کړئ په کومو، چې داسې باور لرئ، چې ګواکي تاسو بریا ته ضرور رسوي او ماتې په کې نه خورئ. له هغو رفتارونو او وړتیاوو څخه ګټه واخلئ، چې ستاسو د بریا تضمین کوي، تاسو بریا ته رسوي او یواځې تاسو ترې خبر یاست.