په لومړي سر کې باید دا روښانه کړئ چې په څومره وخت کې باید خپلې موخې ته ورسېږئ؟ هغه غوښتنې چې د تر لاسه کېدو وخت او زمان يې معلوم نه وي موخه نه بلل کېږي، بلکې يوازې هیلې او خیالونه دي.
هدف ته د رسېدو مسوولیت مو باید پر خپله غاړه وي یا په بله وینا، هغه څه ته چې غواړئ ورسېږئ، خپله یې باید ترسره کړئ. که ووایاست، زوی مې باید واده وکړي، ستاسو موخه نه ده؛ ځکه زوی ته د واده کول ستاسو مسوولیت نه دی.
فلانی هېواد باید ما ته د استوګنې دايمي وېزه راکړي، دغه خبره هم ستاسو په موخه کې نه راځي؛ ځکه تاسو تحقق غوښتی او ځان مو بل چا ته سپارلی دی.
موخې بايد د اندازه کېدو وړ وي
د موخې جوړښت باید داسې وي چې پوه شئ، څومره ور نږدې شوي یئ؟ ايا موخې ته رسېدلي يئ او که نه؟ د بېلګې په توګه: دا چې “انګليسي مې قوي شوې ده” موخه نه ده، بلکې موخه دا ده چې په (ټافل) کې بریالي شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *