ژباړن: سلطان محمد غزنیوال –
ابوالاعلی مودودي ( د وفات کال= ۱۹۷۹) د شلمې پیړۍ یو داسې اسلامي مفکر ګڼل کیږي چې په ډیرو زیاتو کسانو یې اثر اچولی دی. دی یو پُرنویس لیکوال و چې په تیره میلادي پیړۍ کې یې د ځینو نورو مفکرانو په څنګ کې د اسلام په سیاسي نقش باندې رڼا واچوله او د هغه څه په ایجاد کې یې برخه واخیسته چې «سیاسي اسلام» ورته وایو.
مودودي که د ډیرو آثارو د څښتن او د سیاسي اسلام د مفکر په حیث وستایل شو، نو ورسره په دې تور غندل شوی هم دی چې لیکنو یې د عقیدې په نوم تشدد ته هوا ورکړې ده.
جالبه دا ده چې د ده له نظریاتو سره یوازې چپیانو او لیبرالانو مخالفت نه دی کړی ، بلکې ځینو ډیرو مذهبي کسانو هم ورباندې نیوکې کړې دي.
له نیوکو سره سره، په دې کې شک نشته چې د دولت، سیاست او اسلام په باب د مودودي نظریاتو په پاکستان کې او له پاکستان څخه بهر په ځینو تحریکونو اثر اچولی دی.
مثلا د مصر د اخوان المسلمین ډلې اصلي تیوریسنان په مستقیم ډول د مودودي له لیکنو متاثر وو.
دغه راز د مودودي نظریاتو په نولس سوه اتیایمو کلونو کې په سوډان کې د هغو حکومتونو له ایجاد سره مرسته وکړه چې ځانونه یې اسلامي بلل. په پاکستان کې د ده لیکنې د جنرال ضیاالحق په زمانه کې د افغانستان جهادي تنظیمونو ته ورسول شوې چې د شوروي په خلاف جهاد کې استفاده ورنه وشي.
د اسلامي نظام او ټولنې هغه جنت اباد ( اټوپیا) چې مولانا مودودي یې په شلمه پیړۍ کې نقشه وایستله، د اسلامي هیوادونو د شلمې پیړۍ په ګڼو تحریکونو او فکري نهضتونو باندې ژور اثر وکړ.
البته، په یوویشتمه پیړۍ کې په اسلامي هیوادونو کې د مودودي د نظریاتو هاغسې تودهرکلی نه وینو، لکه د شلمې پیړۍ په دویمه نیمه کې چې ولیدل شو.
د شلمې پیړۍ تر ختمیدو پورې تقریبا ټولې هغه تجربې ناکامې ثابتې شوې چې د مودودي د نظریاتو په اساس ولاړې وې. د هغه د تصور جنت اباد په عمل کې په دوزخ اباد(ډیسټوپیا) بدل شو. دغه نظریات په مختلفو اسلامي ټولنو کې د تشدد د اور د بلیدو سبب شول او د اسلامي هیوادونو په اقتصادي او اجتماعي وده یې منفي اثر وکړ. د حیرانۍ ځای خو دا دی چې پخپله مولانا مودودي تر هغو کسانو ډیر نرم او معتدل سړی و، چې د ده له نظریاتو یې الهام واخیست او وینې یې وبهولې.
مودودي په ۱۹۰۳ میلادي کال کې د هندوستان په اورنګ اباد کې دنیا ته راغی. د هغه د فکري ژوند ابتدا ډيره حیرانوونکې ده. په اوله کې د ژوند او فلسفې په باره کې مختلف فکرونه ورپیدا شول او په اخر کې یې د اسلام سیاسي تعبیر ومانه. د ده د پلار مور د هندوستان د شلمې پیړۍ د مشهور روشنفکر سر سید احمد خان خپله وه. سر سید احمد خان غوښتل چې مسلمانان لویدیځ تمدن ومني خو مودودي برعکس، په لویدیځ تمدن باندې سختې نیوکې وکړې.
د مودودي لومړنۍ زده کړې خصوصي وې. ده ته په کور کې استادانو د قرآن کریم، حدیث، فارسي او عربي سبق ورکړ. په دولس کلنۍ کې په اورینټل های سکول کې شامل شو. د دغه ښوونځي درسي پروګرام مشهور مسلمان عالم مولانا شبلي نعماني جوړ کړی و.
وروسته بیا مودودي په دارالعلوم کې زده کړې پیل کړې چې اسلامي درسونه ولولي، مګر د پلار ناروغي او مړینې مجبور کړ چې درالعلوم پای ته ونه رسوي او بهوپال ته لاړ شي. په بهوپال کې د اردو ژبې له باغي شاعر او لیکوال نیاز فتحپوري سره انډیوال شو. فتحپوري به په خپلو شعرونو او لیکنو کې پر ملایانو سختې نیوکې کولې.
مودودي ته د خپل انډیوال پیشه ښه ښکاره شوه او ده هم لیکوالي ته مخه کړه. مودودي اوولس کلن و چې په ۱۹۱۹ کې ډیلي ته لاړ او دلته یې په لومړي ځل د سر سید احمد خان آثار په بشپړ ډول ولوستل. د سر سید لیکنو وهڅاوه چې د لویدیځ د لویو لیکوالو او فیلسوفانو آثار هم ولولي او د تاریخ، فلسفې ، سیاست او ټولنپوهنې په باره کې د دوی له نظریو خبر شي.
د لویدیځ د سیاسي او فلسفي فکرونو له ژورې مطالعې وروسته مودودي په ۱۹۲۹ کې خپل لومړی کتاب( جهاد په اسلام کې ) خپور کړ. په کتاب کې د هغه وخت د هند د مسلمانانو له وضعیته شکایت شوی دی او په انګریزانو، عصري مسلمانانو او دغه راز دودیزو ملایانو باندې نیوکې شوې دي. د مودودي په قول دوی په شریکه د هند د مسلمانانو د بد وضعیت ذمه وار دي.
مودودي په روانه ژبه او فصیح اردو د ملایانو غندنه کوي چې مسلمانان یې د لویدیځ د ساینس او فلسفې له لوستلو منع کړي دي. مودودي وایي چې د لویدیځ د سیاسي او اقتصادي برلاسي د ختمولو او د اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره پکار ده چې د لویدیځ ساینس او فلسفه ولولو او ځانونه ورباندې سم خبر کړو.
مودودي په ۱۹۴۱ کال کې جمیعت اسلامي ګوند تاسیس کړ. دغه ګوند له لینینیزم څخه په الهام اخیستلو سره د خاصو، لوستلو او ژمنو کسانو ګوند و چې د انقلاب له لارې به قدرت ته رسیده.
په یوه مقاله کې چې وروسته په ۱۹۸۰ کې خپره شوه او ( راځئ چې دا دنیا بدله کړو!) نومیږي، مولانا مودودي په ملایانو باندې نیوکه کوي چې په تیره زمانه کې غرق دي او په اسلامي معرفت کې د نویو فکرونو او نويو څیړنو مخه نیسي.
مودودي چې څومره له دودیزو ملایانو شاکي دی، هغومره د محمد علي جناح په ګډون له عصري مسلمانانو څخه هم سر ټکوي. دی په ذکر شوې مقاله کې وایي چې عصري مسلمانان اسلام ته د لویدیځ له عینکو ګوري او دین ورته یوه فردي او خصوصي چاره ښکاري.
مودودي که څه هم د پاکستان د جوړیدو طرفدار نه و او د جناح له مفکورو سره یې نه لګیده ، خو چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان ایجاد شو، دغه نوي هیواد ته راغی او هند یې پریښود.
مودودي په خپلو یو شمیر تالیفاتو په تیره بیا په ( خلافت او ملوکیت)، (اسلام او اساسي قانون)، ( د اسلام اقتصادي نظام ) او ( دینِ حق ) کې د اوسني وخت لپاره د هغه څه نقشه باسي چې ده ته اسلامي نظام او دولت ښکاري.
دی ټینګار کوي چې د اسلامي نظام د جوړولو لپاره د دولتي قدرت تر لاسه کول لازمي دي. البته دغه ټینګار په احتیاط سره کوي او وایي چې اول باید د تبلیغ له لارې ټولنه د اسلامي ارزښتونو منلو ته تیاره شي او له هغه وروسته اسلامي قوانین نافذ شي.
مودودي لومړنی مسلمان عالم دی چې د ( اسلامي نظریې) اصطلاح یې وکاروله. وروسته بیا لویدیځو پوهانو دغه اصطلاح د ( سیاسي اسلام) د اصطلاح معادل وبلله.
په ۱۹۷۷ کې چې مولانا مودودي د جنرال ضیا الحق د استبدادي نظام ملاتړ اعلان کړ، نیوکه ورباندې وشوه چې د عوامفریب نظامي دیکتاتور په مټ غواړي د قدرت په خوان کې شریک شي. له ضیاالحق څخه د ده د ملاتړ وجه وه چې منځلاری مسلمان عالم ، ډاکتر فضل الرحمن ملک په خپل کتاب ( اسلام او عصریتوب) کې پر مولانا مودودي نیوکې وکړې. د ډاکتر ملک په نظر مودودي تر دې ډیر چې عالم وبولو، پکار ده عوام پسنده ژورنالیست ورته ووایو. د ډاکتر ملک په قول، د مودودي لیکنې ژورې نه دي، سطحي دي او بس هغو ځوانانو ته یوه خیالي ټولنه جوړوي چې ډیر معلومات ورسره نشته.
د مولانا مودودي په کتابونو کې به ضد و نقیض خبرې وي مګر په مهارت سره لیکل شوي دي او دا ورنه ثابتیږي چې لیکوال یې د مبتکر ذهن څښتن دی. مولانا مودودي د دولت او سیاست په باره کې د لویدیځو مفکرانو مفاهیم او نظریات رااخلي او د هغې نظریې د جوړولو لپاره استفاده ورنه کوي چې ده ته د معاصرې زمانې لپاره د اسلامي دولت او سیاست نظریه ښکاري، خو په عین حال کې په عصري مسلمانانو انتقاد کوي چې اسلام ته د لویدیځو نظریو له عینکو ګوري او د لویدیځو نظریو په چوکاټ کې یې تعبیروي او تفسیروي. له بلې خوا مولانا مودودي وایي چې په اسلام کې سلطنتي نظام نشته، مګر د عربي هیوادونو په محافظه کارو سلطنتونو باندې یې هیڅوخت نیوکه ونه کړه. مولانا مودودي په اکثرو مواردو کې د لویدیځ تمدن د مختلفو سیاسي او اقتصادي مفاهیمو مخې ته د « اسلامي» کلمې ستاینوم ږدي او په دې ډول غواړي ووایي چې اسلامي سیاست او اقتصاد بیانوي. مثلا دی د اسلامي اقتصاد، اسلامي بانکي نظام او اسلامي اساسي قانون په شان اصطلاحات استعمالوي. البته، د ( اسلامي سوسیالیزم) له اصطلاح سره یې چې په ۱۹۶۰ کلونو کې د ده چپي مخالفانو راایستلې وه، سخت مخالفت کړی دی.
پروفیسر عرفان احمد چې په ( پرنسټن دایرة المعارف ) کې یې د ( اسلامي سیاسي نظریې) په باره کې مقاله کښلې ده، د مودودي په باره کې وایي چې یو نه بلکې څو مودودیان موجود دي. د پروفیسر احمد منظور دا دی چې مودودي واحد او منسجم فکر نه لري. د پروفیسر په قول، د مودودي په لیکنو کې د هګل ډوالیزم، لینینیزم، د سید جمال الدین افغاني پان اسلامیزم او نورې ګڼې مختلفې سیاسي نظریې موندلای شو.
شاید همدا وجه وي چې د مولانا مودودي لیکنې د مختلفو اجتماعي ګروپونو د مسلمانانو لپاره جذابې وې. د ده لیکنې د منځنۍ طبقې د ښاري مسلمانانو ، د معاصرو محافظه کارو مسلمانو تحریکونو او نورو مختلفو ګروپونو لپاره په زړه پورې دي او د خپلې خوښې مطالب پکې پیدا کولای شي.
خو سوال دا دی چې که مولانا مودودي نن ژوندی وای، نو کوم یو مودودي به په هغه دوزخ اباد کې خوشحاله وای چې د تشدد پلویانو په اسلامي هیوادونو کې جوړ کړی دی؟
هو مودودی
دغربی نړی دتکنالوجی او ساینس دشمن نه وو خو ددوی د منحط فرهنګ ماده پرستی او اخلاقی فساد دشمن مخالف وو.
لیکونکی ددی خبری د درک څخه هم عاجز دی….
ما دمودودي ډیر کتابونه ولوستل، لکه خلافت اوملوکیت،داسلام اقتصادي نظام، اود قرآني تفسیر تفهیم القرآن ځینې برخي،،،،،،،،،، هیڅ ګټه یئ له لیکنو نه شي ترلاسه کیدلای، اونه هم ځانګړي داسي یوه نظریه ورکي شته چی: دنوموړي پر متفکر والي دلالت وکړي، او عجیبه ده چی: ډیرې مشهورې سټې ورڅخه متأثرې دي، لکه استاد رباني، سیاف، انجینر حکمتیار او فقید استاد یاسر ماته خپله په ډیر افتخار سره وویل چی: دپاکستان په لاهور ښار کي دمودوي صاب په ملاقات مشرف شوم،،،، زما په فکر اوس دده مفکوره اوایدیالوژي اکسپیر( ترتاریخ تیر) هم دی او چندان څه یئ په ارمغان پرې ایښي هم نه دي.
که په پنجاب کی مودودی څه بل پیغمبر هم راشی نه یی منم . زما مشر ، رهبر امام ، استاد او معلم یواځی حضرت محمد ص دی .
د مودودی دغه خبره چی اسلامی نظام لپاره دولتی واک اړین دۍ! دغه خبره کټ مټ د لینین خبره ده او پدی ځای کی د ده او د لینینزم توپیر نشته!داځکه چی لینین هم د پرولتاریا د دیکتاتورۍ له لاری په واک باندی د منګولو د ټینګولو پلوۍ وو ،او د همدغی پرولتاریایی دیکتاتورۍ په وجه باندی یی بیا جوزف ستالین نیږدی آته میلیونه روسی بزګران او دمنځنۍ طبقی خلک ووژل او په زور یی تبعید کړل. او پدی توګه نوموړۍ د دولتی واک له لاری د اسلامی نظام جوړولو په نظریه کی دلینین شاګردښکاری، دا ځکه په هغه وخت کی چی لینین انقلاب وکړ مولانا څلور کلن وو. نو وروسته چی مولانا مطالعی ته مخه کړه خامخا دلنین آثارو ورباندی اغیز کړیدۍ. نو بنا پردی ملانا مودودی فلسفی فکر نه بلکه فلسفی اوفکری خوارځواکی (فقر) لری.
که هر ډول وو زموږ تر دا ډیکتاتورانو ملایان. ډیر ښه وو
زه خپله دقاری حبیب الرحمن نظر تاییدوم
پنجاب سری نه سری
د مودودِي صاحب په هکله د هند ستر عالم ( ابوالحسن علی حسنی ندوی) په خپل عربی کتاب ( اعلام المسلمین و مشاهیرهم) کې خورا ارزښتناکې خبري لیکلی دي. او هغه ته يې د ( المفکر الکبیر الاسلامی) عنوان هم ورکړئ او د هغه په کتابونو باندي د خپل نقدونو په هکله یې هم ويلي. که مو خوښه وي نو هغه کتاب مطالعه کړئ.